دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان د اختر ورځ اعلان کړه

سعودي عربستان د اختر ورځ اعلان کړه

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏ سعودي عربستان رسما اعلان کړی چې اختر د دوشنبې په ورځ دی ځکه د شوال هلال نه دی لیدل شوی نو په دې توګه سبا دېرشمه روژه ده.

متحده عربي اماراتو او يوشمېر نورو اسلامي هېوادونو هم همدا اعلان کړی دی.

له دې اعلان سره به په افغانستان کې هم سبا دېرشمه روژه او بل سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

سږنی اختر په داسې مهال نمانځل کېږي، چې ډېری افغانان ورته د پخوا په شان خوشاله نه ښکاري.

د طالبانو له واکمنیدو سره له هېواده وتلو ډېرو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د جلا وطنۍ، په هېواد کې مېشتو د فقر او بې سرنوشتۍ او ډېرو نورو د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله سږنی اختر خواشینونکی ګڼلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب