دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهډاکټر عبدالله: د‌ کورنۍ جګړې د مخنيوي لپاره ټول ګډونه حکومت جوړول...

ډاکټر عبدالله: د‌ کورنۍ جګړې د مخنيوي لپاره ټول ګډونه حکومت جوړول ضرور دي

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏‏د پرزول شوي جمهوري نظام د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د خپل لومړني بهرني سفر له ترسره کيدو سره په هېواد کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ټينګار وکړ، چې د اسلامي ارزښتونو، ټولنیز عدالت، مساوات، ملي يووالي، عادلانه سياسي مشارکت، د بشري حقونو ارزښتونو او ‌خلکو ته د خپل برخليک ټاکلو د حق په ورکولو سره افغانستان له سیاسي ثبات څخه برخمنيږي.

دغه افغان سياستوال زياتوي، چې په هېواد دننه او بهر د افغانانو د دردونو ختمولو، د‌ کډوالو د ستونزو د حل، د کورنۍ جګړې د دوام د مخنيوي او متوازن بهرني سياست د لرلو لپاره افغانستان ټول ګډونه حکومت جوړيدو ته اړتيا لري.

د ډاکټر عبدالله په وينا، ډېری افغانان همداسې کيدل غواړي او دی د يوه عادي افغان په توګه داسې مسير ته د افغانستان په بيولو کې مرستې ته چمتو دی.

 ډاکټر عبدالله عبدالله نن د طالبانو له واکمنیدو وروسته په لومړي ځل د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هندوستان ته په سفر لاړ.

د طالبانو له واکمنیدو سره ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډه له طالبانو څخه ملاتړ وکړ، خو ويل کيږي چې وروسته د دوی په ګډون په جمهوري نظام کې مهمو څېرو او خپلو تازه دمه ملاتړو ته طالبانو د بهرنيو سفرونو اجازه ورنه کړه.

د حامد کرزي، ډاکټر عبدالله، فضل هادي مسلميار او ځینو نورو سياستوالو په اړه ادعاوې شوي، چې طالبانو په خپلو کورونو کې نظربند کړي او يوازې په اونۍ کې يوه ورځ د ځینو لیدنو اجازه ورکوي.

څه موده مخکې د جمهوري نظام د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار متحده عربي اماراتو ته سفر درلود.

د هغه د سفر په اړه سرچینو تاند ته ویلي وو، چې طالبانو يې د کورنۍ څو غړي په ضمانت کې ساتلي او هغه ته د يوې اونۍ د غير سياسي سفر اجازه ورکړې وه.

له څه مودې راهيسې د دغو بې واکه شويو او نظر بندو سياستوالو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې له ټوکو ډک خبرونه خپريدل او ويل کيدل، چې د قاچاقبرو په مرسته له افغانستان څخه د وتو هڅی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب