دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهډاکټر عبدالله ۸ مياشتې وروسته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هندوستان...

ډاکټر عبدالله ۸ مياشتې وروسته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هندوستان ته لاړ

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام شريکوال او د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د طالبانو له واکمنیدو وروسته په لومړي ځل د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هندوستان ته په سفر لاړ.

د ډاکټر عبدالله ویاند فریدون خوځون وايي، چې نوموړی په یوه شخصي سفر د څو ورځو لپاره له هېواده بهر ته تللی.

خوځون په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

څو با خبرو باوري سرچينو تاند ته ويلي، چې ډاکټر عبدالله په قوي ضمانت طالبانو پريښی، څو د اختر ورځې له خپلې کورنۍ سره په هندوستان کې تېرې کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډه له طالبانو څخه ملاتړ وکړ، خو ويل کيږي چې وروسته د دوی په ګډون په جمهوري نظام کې مهمو څېرو او خپلو تازه دمه ملاتړو ته طالبانو د بهرنيو سفرونو اجازه ورنه کړه.

د حامد کرزي، ډاکټر عبدالله، فضل هادي مسلميار او ځینو نورو سياستوالو په اړه ادعاوې شوي، چې طالبانو په خپلو کورونو کې نظربند کړي او يوازې په اونۍ کې يوه ورځ د ځینو لیدنو اجازه ورکوي.

څه موده مخکې د جمهوري نظام د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار متحده عربي اماراتو ته سفر درلود.

د هغه د سفر په اړه سرچینو تاند ته ویلي وو، چې طالبانو يې د کورنۍ څو غړي په ضمانت کې ساتلي او هغه ته د يوې اونۍ د غير سياسي سفر اجازه ورکړې وه.

له څه مودې راهيسې د دغو بې واکه شويو او نظر بندو سياستوالو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې له ټوکو ډک خبرونه خپريدل او ويل کيدل، چې د قاچاقبرو په مرسته له افغانستان څخه د وتو هڅی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب