یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هېل د هاضمې، فشار او د خولې د بد بوۍ د مخنیوي...

هېل د هاضمې، فشار او د خولې د بد بوۍ د مخنیوي لپاره وخورئ

مینه احمدي

هیل لرونکی چای خو به مو حتمي څښلی وي. هیل یا لاچي د شین چای سره بیره په شیدو چای، کیک، فیرني، درملو او د دیګ د مسالو د خوند لپاره ترې استفاده کیږي. هیل ته ځینې خلک لاچي هم وایي په انګلیسي کې ورته cardamom وايي.

هیل یا لاچې نه یوازې د خوند لپاره کارول کیږي، بلکې نورې روغیتایي ګټې هم لري چې د ځینو په اړه یې دلته درته معلومات درکوو:

۱- لاچي د هاضمې سیستم پیاوړی کوي

هغه کسان چې د هاضمې له فعالیت نه هر وخت شکایت کوي هغوی دې یو دانه هیل خولې ته واچوي، اوبه دې ورسره تیرې کړي، هاضمه به یې ښه شي. همدارنګه په چای یا خوراک کې یې استعمال هم د هاضمې سیستم پیاوړی کوي. د دې سربیره د معدې ګاز او کولمو بریښ هم ختموي.

۲- هیل د خولې بدبوی له منځه وړي

د خولې بد بوی د انسان په شخصیت هم بده اغیزه لري. هغه کسان چې د خولې بد بویۍ ناروغي لري، د لاچي دانه دې په خولې کې واچوي، په دې سره یې د خولې بدبوی له منځه لاړ شي. که چیرې د اوږې، پیازو له خوړلو وروسته وخوړل شي د خولې بوی له منځه وړلو کې مرسته کوي.

۳-هیل د غاښ درد ښه کوي.

له لاچي نه په درملو کې هم کار اخیستل کیږي، یو له دې ډلې، د غاښو په کریم جوړولو کې ترې استفاده کیږي، نو پر دې اساس کله مو چې غاښ درد کوي، یوه دانه لاچي راواخلئ، په همغه غاښ یې کلک ونیسئ، درد به یې ارام شي.

۴- هیل یا لاچي د وینې فشار ښه کوي

لاچي د وینې جریان ښه کوي او د وینې په پاکوالي کې مرسته کوي.
همداراز فشار دوه ډوله دی، ټیټ او لوړ، د ټیټوالي په حالت کې لاچي استعمال کړئ فشار کچه مو نورمال کوي.

۵- هیل وزن کموي

هغه خلک چې غواړي وزن یې کم شي په ورځني ډول دې، د لاچي استعمال نه هیروي. هیل وزن کموي ترڅنګه د وزن نورمال ساتلو کې مرسته هم کوي.

یادونه: دا چې هیل یو طبیعتي بوټی دی، چې د یو شمېر ګټو ترڅنګ خوندور بوی او ښه خوند هم لري، د ګټو، خوند او بوی لپاره په خوراک او څښاک کې استعمالیږي، او بل خبره دا؛ که چیرې ډیر استفاده شي نو بې شمیره زیانونه هم لري.

1 COMMENT

  1. السلام علیکم ورحمت الله:
    هیله لرم دکوچنی بختوراختردریمه ورز په خوشحالی اوروغ صحت سره ونمانزی:
    دامعلوماتی پانه دیرارزخناکه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب