Homeخبرونهد اختر په خوشالۍ ډزې، د‌پټاقیو او پلاستيکي وسلو پېر او پلور...

د اختر په خوشالۍ ډزې، د‌پټاقیو او پلاستيکي وسلو پېر او پلور منع شو

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) ‏‏‏‏‏په داسې حال کې، چې د طالبانو له لوري د یکشنبې په ورځ د اختر له اعلانیدو د کابل په ګډون مختلفو ولايتونو کې په هوايي ډزو د هرکلي شکایتونه شوي، طالبانو د پټاقیو او پلاستيکي وسلو پېر او پلور منع اعلان کړ.

‏د طالبانو کورنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د پټاقیو او پلاستیکي وسلې پر پېر او پلور منع دی.

سرچینه زیاتوي:« دغه ګام د ذهني سکون او د رواني امنیت د تامین په موخه اخېستل شوی دی.»

دغه وزارت خبرداری ورکوي، چې د دې پریکړې له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

ځينو خلکو بيا ادعا کړې، چې د اختر د نېټې د اعلان په خوښۍ شوې ډزې د طالبانو د جنګياليو له لوري شوي دي.

د طالبانو چارواکو بيا يو شمېر خلک په دې کار تورن کړي، خو کابل مېشتو یې په غبرګون کې ويلي چې د خلکو له کورونو وسلې د کور په کور پلټنو پر وخت طالبانو وړي او په دې برخه کې د خلکو تورنول بې بنسټه کار دی.

يو شمېر نورو خلکو بیا د پټاقیو او پلاستيکي وسلو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو پریکړه ستايلې او ويلي، چې دا پريکړه بايد لا مخکې شوې وای او هېواد ته د دې توکيو د واردولو اجازه نه وه ورکړل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...