یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحقاني: « د بښنې فرمان» لږو ط- انو نقض کړی، چې ژر...

حقاني: « د بښنې فرمان» لږو ط- انو نقض کړی، چې ژر به د شرعي احکامو له مخې محاکمه شي

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هغو طالب جنګياليو شمېر محدود‌ ښودلی او په نيږدې راتلونکي کې يې د « شرعي محاکمې» خبر ورکړی، چې د دوی د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده له لوري« د عمومي عفوې» په نوم فرمان يې نقض کړی.

حقاني د کوچني اختر په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې، چې: « خپلو خلکو ته د مینې او ورورګلوۍ غېږې لا پراخې پرانېزي؛ ټولو سره په مینه او مهربانۍ چلند وکړي. د غوسې، زورزیاتي، تعدۍ او بدې رویې نه دې جداً ډډه وشي چې د چا د بې حرمتۍ او زورېدلو سبب ګرځي.»

نوموړي ملا هیبت الله ته د « عفوې د فرمان» په نوم د منسوب فرمان په اړه ویلي:« دغه فرمان چې یو ډول تعهد دی، د اسلامي امارت د ټولو مجاهدینو له لوري د تېرې زمانې د هېرولو «وعده او عهد» ګڼل کېږي، ټول یې په رعایت مکلف دي. هغوی چې دا فرمان نقض کړی، خپل احساسات یې تر اصولو لوړ ګڼلي، الحمدلله شمېر یې ډېر کم دی چې دوسیې یې د تکمیلېدو په حال کې دي او په لنډه راتلونکې کې به د اسلامي شریعت د احکامو له مخې محاکمه کېږي.»

‏سراج الدين حقاني په وروستيو کې زياتو شويو امنيتي پېښو ته په اشارې سره ويلي‌:« په دې وروستیو کې فتنه ګرو او د وطن دښمنانو په ځینو ملکي اهدافو ظالمانه بریدونه وکړل چې ټول یې خواشیني کړو؛ خو د دې ناوړه اعمالو مرتکبین به خپلې موخې ته چې د دې وطن په وګړو کې درز او نفاق دی، ونه رسېږي.‏د خدای ج په توفیق او د افغان ملت په مرسته به دا شریرې ډلې هم لکه پخوانیو دښمنانو مخ توري او ناکاموو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو ورځو کې تر پخوا، د جمهوري نظام د امنيتي او دفاعي منسوبينو د وژلو، نیولو او ځورولو خبرونه زيات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب