دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهسميع سادات: پاکستان د ط په لاس وطن اشغال کړی، جنګ مو...

سميع سادات: پاکستان د ط په لاس وطن اشغال کړی، جنګ مو شوق نه، مجبوريت دی

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) په جمهوري نظام کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سمیع سادات وايي، چې افغانستان د طالبانو په لاس پاکستانيانو اشغال کړی او طالبانو په ۸ مياشتينۍ واکمنۍ کې د ملت په وږي کولو، وژلو او پایله کولو له جګړې پرته بل انتخاب نه دی ور پریښی.

نوموړي، چې مخکې په یوه مرکه کې له اختر وروسته د طالبانو خلاف د مخکينيو جمهوري ځواکونو، ځوانو او پاکو سياستوالو د جګړې اعلان کړی و، زياتوي چې زرګونه تنه ورسره منسجم شوي او د جګړې پیل ته چمتو دي.

سميع سادات تېره شپه بي بي سي ته وويل:« طالبانو په تېرو ۸ مياشتو کې خلک وږي او سوال ته کينول، ټول ملت يې يرغمل کړی، په يو او بل نوم خلک وژني، طالب ځان نه غير هیڅوک په دې وطن نه مني، جګړه ښه کار نه دی، وژل او ورانول زموږ شوق نه دی، خو له بده مرغه چې طالب اوس يوازینۍ لاره همدا را پریښې ده، د دوی له شره د افغانستان د نجات لپاره به اوس جنګیږو».

د سمیع سادات په وینا، افغانستان په ښکاره پاکستان اشغال کړی، ځکه طالب د پاکستان ملېشه دی.

هغه په ټولو افغانانو غږ کوي، چې لاسونه ورکړي او د هېواد د آزادۍ لپاره وجنګیږي.

سميع سادات په دې مرکه کې ټينګار کوي، چې طالب د افغانستان استازی نه دی او دوی به یې دغه استازیتوب ته نه پریږدي.

دغه پخواني افغان جنرال په دې اړه، چې که دوی د طالبانو زور درلود، ولې یې نظام سقوط شو ویلي:« موږ د يوه جمهوري نظام پوځ وو، طالب په سياسي معامله کې حاکم شو، په زور يې نه ده ګټلې، زموږ د مقابلې توان نه لري».

سمیع سادات مخکې ویلي وو، چې د جمهوري نظام د امنيتي او دفاعي سکتور ډېر منسوبين یې د طالبانو خلاف جګړې ته همغږي کړي او له اختر وروسته به د افغانستان د ازادۍ جنګ پيل کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې يوه لويه برخه افغانانو ويلي، چې د جګړې د پلانونو خلاف دي، خو دوی طالبان ګرم کړي چې په مسلسلو سر زوريو يې ملت خپلې دښمنۍ او په جګړې فکر کولو ته مجبور کړی.

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته په منسوب اختریز پیغام کې خبرداری ورکړل شوی، چې د طالبانو خلاف حرکتونه به وځپل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب