یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط اختر سره مقاطعه، هرات کې په يو شمېر روژه لرونکو...

د ط اختر سره مقاطعه، هرات کې په يو شمېر روژه لرونکو په زوره ‌روژه خوړل شوې ده

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) په داسې حال کې، چې طالبانو تېره شپه ناوخته د یکشنبې ورځ د سعودي عربستان د اعلان خلاف د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه، خو تاند ته رسیدلي راپورونه څرګندوي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خلکو د طالبانو له اعلان کړي اختر سره مقاطعه کړې ده.

د هشت صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، په هرات کې طالبانو په يو شمېر مقاطعه کوونکو روژه تيانو په زوره ‌روژه هم خوړلې ده.

ويل شوي، چې دغه روژه تيان په جوماتونو کې ناست وو او د طالبانو لخوا د اختر د اعلان سره- سره يې اختر نه و کړی.

سرچينې ويلي، کې دغه کسان طالبانو خپلې امنيتي حوزې ته بیولي، خو د سپین ږیرو په منځګړیتوب یې بیرته پريښي دي.

په یو شمېر نورو ولايتونو کې ځينو خلکو، چې نه يې غوښتل نومونه يې واخيستل شي، تاند ته وویل چې دوی او ډېرو نورو خلکو نن د طالبانو په خوله اختر نه دی نمانځلی.

تاند ته له مختلفو ولايتونو څخه ترلاسه شوي راپورونه څرګندوي، چې ‌د چاودنو او بریدونو د وېرې تر څنګ په ډېرو ولايتونو کې د اختر د کمرنګه نمانځلو له وجې هم نن د اختر د لمانځه مراسم کمرنګه وو.

د طالبانو خبري سرچينو تر ډېره د اختر د هغو مراسمو عکسونه خپاره کړي، چې د دوی چارواکو، جنګیالیو او پلویانو پکې ګډون درلود او نسبي تجمع یې رامنځته کړې وه.

د طالبانو منتقدین او یو شمېر دیني عالمان باور لري، چې د طالبانو له لوري د اختر یوه ورځ مخکې نمانځل سياسي او امنيتي دلایل لري.

دوی د اختر د لمانځه پر مراسمو د پلانیدونکو احتمالي بریدونو بې پروګرامه کول، له سعودي عربستان سره د طالبانو ستونزې او دغه راز د خپل مذهبي تاثير او پوهې د نمايش هڅه د دغې پریکړې عمده لاملونه ګڼي.

يو شمېر ساینس پوهانو له طالبانو پوښتلي، چې د اختر د يوې ورځې مخکې د اعلان په اړه خپله ټيکنالوژي، ظرفيتونه او دلایل وښيي، چې دوی ته یې په پريکړې قناعت ترلاسه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب