Homeخبرونهکندهار کې د اختر لمونځ، د ملا هیبت الله په نوم کس...

کندهار کې د اختر لمونځ، د ملا هیبت الله په نوم کس خلکو ته شا او وينا کړې ده

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په رول کې یوه کس نن په کندهار کې د اختر د لمانځه پر مهال خلکو ته شا ارولې او وينا يې ورته کړې ده.

دغه کس په خپله وینا کې خلکو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ د طالبانو په لاس « د هېواد د آزادۍ او بشپړ امنيت» مبارکي ويلې ده.

طالبانو د دغه ويناوال ټوله وینا نه ده خپره کړې او نه یې خبریالان نیږدې ور پریښي دي.

د تیرې چارشنبې په ورځ ( د ثور په اوومه) ‏له طالبانو څخه څو باخبره سرچينو تاند ته وويل، چې طالبان به د کوچني اختر د لمانځه پر مهال په کندهار کې د خپل لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په نوم ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) یو بل کس خلکو ته وښيي.

سرچینو په هماغه ورځ تاند ته ويلي وو، چې طالبان به ملا هیبت الله اخوند زاده ته د منسوبو عکسونو یو برعکس کس د هغه په نوم رسنيو ته وښيي.

د تاند سرچينو هماغه ورځ ويلي وو، چې په دې اړه به د طالبانو استدلال دا وي، چې د هيبت الله اخوند زاده اصلي څېره يې د امنیتي ګواښونو له امله پټه ساتلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هیبت الله د مرګ او ژوند په اړه له پخوا راهیسې مختلفې څرګندونې کیږي.

د طالبانو یو شمېر منتقدان او استخباراتي سرچینې ادعا کوي، چې نوموړی څو کاله مخکې مړ شوی يا وژل شوی، خو د طالبانو سرچینې دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

د طالبانو څو سرچينو هم د ثور په اوومه تاند ته تاييد کړې وه، چې په کوچني اختر کې به د دوی لوی مشر په عام محضر کې څرګند او مهم پيغامونه وړاندې کړي، خو د نورو جزییاتو په اړه یې څه نه و ویلي.

.یو شمېر افغان شنونکو د ملا هیبت الله نه څرګنديدل د نوموړي د مړینې په اړه د شکونو د زياتيدو سبب بولي.

طالبانو په دې اړه غبرګونونو ته ځواب نه دی ورکړی.

د تاند مخکينی خبر په دې لینک کتلای شئ:

سرچينې: ط په کندهار کې د اختر لمانځه پر وخت د ملا هیبت الله په نوم کس خلکو ته ښیي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...