یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د چټک انترنیټ لپاره ۵۳ سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای...

د چټک انترنیټ لپاره ۵۳ سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای شوې

تاتد- سپېس ایکس روانه د سټارلینک ۵۳ نورې سپوږمکۍ د مځکې مدار ته واستولې.

دا سپوږمکۍ، چې له مدار څخه مځکې ته د غښتلي او ارزانه انترنیټي خدماتو لپاره په مدار کې ځای پر ځای شوې، د فالکن ۹ توغندي په وسیله ولېږل شوې.

 تر دې مخکې په اتلانتیک سمندر کې د سپېس ایکس توغندي له لوري فضا ته د سپوږمکیو د لېږلو یوه هڅه ناکام شوه اوتوغندی بېرته اوبو ته راوګرځېد.

خو دوهمه هڅه بریالۍ وه او سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای شوې.

ټاکل شوې ده چې د سټارلینک شپوږمکۍ په درسته نړۍ کې مشتریانو ته چټک انترنیټ مهیا کړي.

سپېس ایکس تراوسه پورې تر ۲ زره ۳۰۰ ډېرې سپوږمکۍ د مځکې مدار ته لېږلي دي او غواړي چې نورې سپوږمکۍ هم واستوي.

په پام کې ده چې ۳۰ زره سپوږمکۍ فضا ته واستول شي چې د نړۍ ټولو برخو ته انترنیټ ورکړي.

سپېس ایکس په وروستیو کې د سپوږمکیو توغولو ته زور ورکړی په دې ډول چې سږ کال تراوسه پورې سپېس ایکس ۱۵ ماموریتونه ترسره کړي او ۹ سپوږمکۍ یې په مدار کې ځای پر ځای کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب