سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهشېخ ندا محمد: موږ الله پاک پر افغانستان حاکم کړي يوو، د...

شېخ ندا محمد: موږ الله پاک پر افغانستان حاکم کړي يوو، د الله دين تطبیقوو

تاند:( پنجشنبه، د ثور اتمه) ‏‏د کابل ولايت لپاره د طالبانو د واکمنۍ والي شېخ ندا محمد ندیم وايي، چې طالبان الله پاک پر افغانستان حاکمان کړي او دوی به د الله دین تطبيقوي.

شېخ نديم دا څرګندونې نن د ثور اتمې د ۳۰ کلیزې په نمانځغونډه کې کړي دي.

هغه دا هم ويلي، چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته هم د دوی د اسلامي امارت او خلافت پر ضد هڅې روانې دي او نړیوال د دوی د حاکمیت او بقا مخالفت کوي.

دغه طالب مقام په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم له مشخصو اشارو پرته نړيوال د دوی د واکمنۍ خلاف په هڅو تورن کړل.

د افغانستان د ملي ټلويزيون په تالار کې د ډاکټر نجيب د حکومت د سقوط او د جهادي تنظیمونو د واک ته رسېدو ( د ثور د اتمې) په مناسبت نننۍ غونډه کې د طالبانو یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم ویناوې وکړې.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې وويل، چې د دوی له لوري هیڅ کوم تور لیست نه دی جوړ شوی او ټول افغانان له انديښنې پرته هېواد ته ستنيدای شي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني په دې غونډه کې وويل، چې طالبان د سیمې هیڅ هېواد ته ګواښ نه دي او هېوادونه هم نه بايد دوی ته ګواښ شي.

1 COMMENT

  1. او د حرامي بچيه کوم ځای کي تا سره الله (ج) وعده کړي وه او ته يي په افغانستان حاکم کړي په د دعوه خو ته په خداي ج ريشخند وهي. ته لا د الله ج او پاکستان توپير نه شي کولای. هيڅ څوک د تاسو په دا سلامي ټګانو کي نشته چي په تا کومه فتوا دتيره ړي. ته په پاکستان په افغانستان حاکم کړي يي پاکستان زموږ ګاونډی هيواد هغه خدای ج نه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب