جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهله يوې کورنۍ په دوکې د څه باندې ۲۰ زره ډالرو شوکونکی...

له يوې کورنۍ په دوکې د څه باندې ۲۰ زره ډالرو شوکونکی تعويذګر ملا ونیول شو

تاند:( پنجشنبه، د ثور اتمه) ‏‏‏په جوزجان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې يو تعويذګر یې د خلکو د غولولو او په مختلفو نومونو د پيسو ټولولو په تور نيولی.

په جوزجان کې د طالبانو امنیه قومندان ملا سراج الدين احمدي ويلي، چې د محمد کبير په نوم نیول شوي دغه ملا يوازې له یوې کورنۍ څخه ۱۲ زره امريکايي ډالره، ۵۰۰ زره افغانۍ او دوه سیټه سره زر په چل او دوکې اخيستي وو.

د طالبانو قومندان ويلي، چې نیول شوي ملا په چل او دوکې کې ماهر و او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

‏نیول شوي کس خپله په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو یې عکسونه خپاره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب