ډاکټر رحیم
په پخوا وختونو کې ټولو پیژندل شوو حکیمانو د زیات شمېر ناروغیو لپاره هوږه د درمل په توګه کاروله. اوسني ساینس هم ثابته کړې چې هوږه بې شمېره روغتیايي ګټې لري.
دلته مو د هوږې له ځینو هغو ګټو سره چې په لاندې برخو کې مرسته کولی شي، تاسو بلدوو. خو په یاد لرئ چې عصري طب دا خبري پوره نه تاییدوي.
۱- اومه هوږه، چې د باکتریا ضد خاصیت لري، د مثانې د ناروغیو له مخنیوي سره مرسته کوي.
۲- په طبیعي ډول باکتریا له منځه وړي.
۳- په هوږې کې شته روغتیايي مرکبات د زړه د حملې له مخنیوي سره مرسته کوي.
۴- د وینې فشار نورمالوي.
۵- د زړه د له منځه تللو مخنیوی کوي.
۶- د سږو د سرطان مخه نیسي.
۷- د دماغ د سرطان مخنیوی کوي.
۸- د پروستات د سرطان مخه نیسي.
۹- هوږه د الیسین (Allicine) نومې مواد لري چې ډېر ګټور روغتیايي خواص لري.
۱۰- د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي.
۱۱- د زکام په وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړوي.
۱۲- د کولسټرول د زیاتېدو مخه نیسي.
۱۳- په انسان کې د الزایمر د ناروغۍ مېکروبونه وژني.
۱۴- د عقل د زوال مخنیوی کوي.
۱۵- د انسان د روغتیايي ستونزو د کمولو په وسیله عمر هم زیاتوي.
۱۶- له هوږې څخه جوړ شوي خواړه ورزشي وړتیاوې زیاتوي.
۱۷- له بدن څخه پیاوړي او غښتلي زهري مواد خارجوي.
۱۸- هډوکي غښتلي کوي او له ناروغیو يي مخنیوی کوي.
۱۹- د وسپنې میتابولیزم غښتلی کوي.
۲۰- د وزن زیاتېدو حجرات کنټرولوي.
۲۱- د ښایسته او غوره وېښتانو په شنه کېدو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.
۲۲- د ستونې درد لپاره: د هوږې یوه پلۍ دوه ټوټې کړئ او دواړو غومبورو کې يي ځای پر ځای کړئ. د هوږې د میده کولو هڅه وکړئ. په هوګې کې شته مرکبات په ستونې کې شته هغه باکتریاوې چې د ستونې د درد لامل شوی له منځه وړي.
۲۳- تازه هوږه خوړل د پوزې په خلاصولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
۲۴- په هوږې کې شته د سلفر (Sulfur) مرکبات د پړسوب مخه نیسي.
زنده باد هوږه.