شنبه, مې 18, 2024
Home+د غواوو د ارږمي د مخنیوي لپاره ماسکونه جوړ شول

د غواوو د ارږمي د مخنیوي لپاره ماسکونه جوړ شول

تاند(جمعه، د ثور ۹ مه) ایا پوهیږئ چې د غواوو ارږمی او شخوند وهل چاپیریال ته څومره تاوان لري؟

د غواوو ارږمی یا د معدې هغه باد چې د خولې له لارې یې راباسي د میتان مضر ګاز جوړوي چې له کبله یې نړۍ تودېږي.

د ټایمز مجلې د راپور له مخې، له ښه مرغه په بریتانیا کې ساینسپوهان توانېدلي چې د غواوو لپاره د ارږمي ضد ماسک جوړ کړي. دا ماسکونه تر ۶۰ سلنې پورې د غواوو له لوري د میتان ګاز د خپرېدو مخه نیسي.

دا ماسکونه په غواوو کې ستریس نه زیاتوي او له همدې کبله یې په بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو کې د غواوو فارمونو هرکلی کړی دی.

اروپايي هیوادونه د لبنیاتو او غوښې د تولید لپاره د غواوو ډیر فارمونه لری.

د هغې احصایې له مخې، چې په ۲۰۲۱ کې شوې، د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې ۸۵ اتیا ملیونه ۵۴ زره غواوې شته چې له هند، برازیل، چین او امریکا وروسته تر ټولو ډېرې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب