Homeخبرونهمزار کې چاودنې، د ۹ تنو د وژل کيدو او ۱۳ نورو...

مزار کې چاودنې، د ۹ تنو د وژل کيدو او ۱۳ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

تاند:( پنجشنبه ، د ثور اتمه) ‏د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې نن ماښام د دوو چاودنو خبر ورکړل شوی.

لومړني راپورونه وايي، چې په دې چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

 خبري سرچینې وايي، چې يوه چاودنه د کارته سجادیه په نوم یوه سیمه کې چې ډېری اوسیدونکي یې شیعه ګان دي، پر یوه ټونس موټر شوې ده.

په خپرو شويو عکسونو کې لیدل کیږي، چې په هدف ګرځول شوي موټر کې اور لګېدلی.

د دويمې چاودنې خبر هم ورکړل شوی، خو جزییات یې لا نه دي تر لاسه شوي.

د دې چاودنو په اړه طالب چارواکو څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...