شنبه, اپریل 20, 2024
Home+رواني جګړه، په تعلیمي سیستم یې ناوړه اغیزې

رواني جګړه، په تعلیمي سیستم یې ناوړه اغیزې

ډاکتر حکمت وياړ

رواني جګړه (Psychological Warfare) چې په لاندې نورو نومونو هم یادیږي:

Hearts and minds warfare

Political Warfare

MISO

Psy Op

Propaganda

د جنګ د هغه پالیسي او میتود څخه عبارت ده چې، سياسيون او دولتونه یې هدف ته د رسيدو لپاره د يو لړ پټو او ښکاره تبليغاتي او ذهنیت بدلوونکو تګلارو څخه کار اخلی لکه؛

۱- د مذهبي، فرهنګي او عقیدوي سپیڅلتياوو څخه سوء استفاده.

۲- د روحيې کمزوري کول.

۳- د بی اعتباری او ګمان را مینځ ته کول.

۴-  په بیلا، بیلو لارو د مخالف لوري هڅول او تنبه کول.

۵- ټولنيزي رسنۍ استفاده کول.

۶- د ځوان نسل (د هیواد د ملا تیر) ویده او بیسواده ساتل.

د رواني جګړې اساسي اصل دا دی چې د مخالف لوري په زړو او ذهنیتو کی یو ډول بیره او وحشت خپور کړي، د هغوی کمزوري نقطې پیدا کړي، افکار او ذهنیتونه مهار کړئ، د ظلم او بربریت په وړاندې د را پاڅیدلو قوه یې ضیعفه کړي، ځوان او صلاحیت لرونکي طبقه په مادی او غیر اساسي بوختياوو مصروفه کړي او د هغو د واک څخه د خپل اهدافو لپاره کار واخلې. همدارنګه ناهیلي خپرول، هغه خطرناک رواني فکتور چې دوي ورڅخه د خوارا لویې وسلې کار ترې اخلي.

د رواني جګړې لپاره د اور بوټي ( اغیزمن اعوامل):

ـ ذهني فکتورنه

ـ دمخالف لورې ذهنیت لوستنه، قوي او ضعیف ټکې معلومول.

ـ فردې او ټولنیزی انګيزي.

ـ رواني فکتورونه

ـ محیطې اعوامل

ـ مذهبی، ټولنيز، قومي او طبقاتي توپیرونه

دا ټول هغه فکتورنه دې چې د هوښیارو او پاليسې جوړوونکو اشخاصو له لورې مطالعه او څیړل کیږې، خپل اشخاص روزي او ګمارې یی تر څو په رواني او فزیکي جګړه کی بریا تر لاسه کړي.

لکه څرنګه چې نن ورځ په ذهنیت تر حد زیاد کار کیږې، د مذهبي او عقيدوي اصولو څخه د ځان په ګټه استفاده کیږي، د قوم او دین په نامه اختلافات را پارول کیږې، د اړ او کښته طبقې څخه د ځان د دفاع لپاره پلان سازې کیږې او د هغوي ذهنیتونه د مخالف لورې لپاره د سلاح په شان استفاده کیږې او بالاخره (Weaponoizing of Population)  یعنی یو جنګې او په وسلو سمباله ټولنه ایجادیږی چی د دوښمن په ګټه او هیواد په زیان به کار کوي.

د افغانستان دوه پرله پسی نسلونه د فزیکی او رواني جګړې شاهدان دي، طبعي ده چې ذهنیت به یی زیاد تغیر کړي وی، جنګ به په یو فرهنګ بدل شوي وی، زیاتې رواني او شخیصتي ناروغي او بینظمي به مينځ ته راغلي وی، چې ډيپريشن، غیر نارمل ویره، د افکارو د کنترول نشتون، د پرمختګ او نوی والې د جرأت نشتون دا هغه څه دی چې زموږ د عامې روغتیا وزارت ورڅخه تر ۶۰% زیات نفوس کې خبرداری ورکوي.

د ځوان نسل (د هیواد د ملا تیر) ویده او بیسواده ساتل:

د رواني جګړې تر ټولو مرګونی او ژر نه جوړیدونکي ګذار همدا دی، چې نسلونه، نسلونه تباهي رامنځ ته کوي.

دا د ذهن جګړه ده، دلته روحیه او هیلي تغیر کیږی، (Weaponoizing of Population) په وسلو سمبال ټولنه منځ ته راځي، چیري چې بیا د زده کړې خاصه اړتیا نه لیدل کیږې، ارزښت یې ورځ تر بلې تر پښو لاندي کیږی او بالاخره صفر ته تقرب کوي.

د زده کړې په وړاندې روحیوي او ذهني جګړه په آرامي سره پر مخ ځي عموما د لاندې مرحلو په مخ ته تګ سره یو وخت ستر ستر تغیرات راوستلی شي:

  • د یوه هیواد په تعلیمي او تحصلي نظام د باور د منځه تګ ( بې باوري رامنځ ته کول).
  • د زده کړه یالانو روحیه کمزورې کول.
  • د استادانو انحصار او د افکارو محدودیت.
  • د دین، مذهب او فرهنګ په نامه په تحصلي نظام کې منفي تغیرات راویستل.
  • د تحصل شویو اشخاصو ارزښت کمیدل.
  • اړیکو او ګوند بازي ته تر وړتیا زیات رول ورکول.
  • په غږیزو رسنیو، بصري شبکو او تلویزونو کې د داسي پیغامونو خپرول چې په زده کړیالانو پوره منفي اغیز وکړي.

دولتونه اړ دي چې د یوه پیاوړي او په ځان بسیا هیواد لپاره ترهر څه وړاندې په تعلیمي برخه کې د رواني جګړې مخنيوي وکړی، د ځوان نسل د لاس وتلو پروسیس ودروئ، د هغوی افکار د هیواد جوړونې او ملت پالنې لپاره وکاروي، پرینږدې چې مخالف لوری یی د خپل شمو اهدافو د اور توکي وګرځوي.

# رواني او عقلي څانګه

داکتر ح. وياړ، کابل – افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب