یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمقاومت ډله: ملت به د «سور استعمار»په شان « تور استعمار»...

مقاومت ډله: ملت به د «سور استعمار»په شان « تور استعمار» خلاف هم کلک ودريږي

تاند:( پنجشنبه ، د ثور اتمه) د طالبانو پر ضد د پنجشېر د‌ مقاومت ډلې د ثور د اتمې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې پر افغانستان د طالبانو حاکم رژیم « تور استعمار» ګڼلی او پر ضد يې په ملي مقاومت ټینګار کړی.

 ‏

دغې جبهې د شوروي د یرغل خلاف د افغانانو د مبارزې له ستایلو سره ويلي، چې اوس هم په هر قیمت باید د طالبانو خلاف مبارزه وشي.

د‌ احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت دا ډله، چې ځان « د‌ مقاومت ملي جبهه» ګڼي، د ډاکټر نجيب د حکومت له سقوط او د جهادي تنظیمونو له حکومت جوړېدو څخه وروسته د کورنيو جګړو د يوه مهم لوري ( جمعیت ګوند او احمد شاه مسعود) وارثان ګڼل کېږي.

پر دوی نیوکې دا دي، چې قومي او سمتي لیدلوري يې د افغانستان په بحراني کیدو کې مهم رول لرلای او اوس هم يوه لويه برخه خلک له دې کبله د طالبانو خلاف وسله وال پاڅون نه کوي، چې نه غواړي ګټه يې دوی ته ورسیږي.

د افغانستان يوه لويه برخه ملي فکر لرونکي جريانونه باور لري، چې پاکستان ته د افغانستان د سپارلو په معاملو کې له طالبانو څخه مخکې پخوانيو جهادي تنظیمونو ډېر رول درلود او دوی خپله هم د « تور استعمار» په نوم د پنجابي ګټو لپاره اوږده موده افغانستان بې نظامه او محتاج ساتلی.

1 COMMENT

  1. تاسو غله ، بي ناموس او بي پت انسان خپل امتحان ورکر، تر تاسو طالبان په ميلونو ځلي بهتر دي. دا خوب به وييني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب