Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچينايان په افغانستان کې صنعتي ښارګوټی غواړي

چينايان په افغانستان کې صنعتي ښارګوټی غواړي

تاند:( پنجشنبه ، د ثور اتمه) د « چاينا ټاون» په نوم د چین يوه سوداګريزه ډله، چې له مخکې کلونو څخه يې په افغانستان کې د يوه صنعتي ښارګوټي د جوړولو غوښتنه لرله، په دې اړه يې طالب چارواکو سره مذاکرات پيل کړي.

د دغې ډلې مشر «لی شی جینگ ويلي، چې نن به په دې اړه رسما له طالب چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د چينايي شرکتونو دا ډله د معادن او ساختماني وسايطو د تولید په برخه کې غواړي پانګونه وکړي.

دغې ډلې ۳ کاله مخکې د افغانستان پرزول شوي جمهوري نظام ته هم په دې اړه خپله طرحه وړاندې کړې وه.

د طالبانو چارواکو په مشخص ډول په دې اړه څه نه دي ويلي او نه ده معلومه، چې چينايي پانګوال به له کومو دغو چارواکو سره وويني.

د طالبانو د واکمنۍ اقتصادي چارې د دوی د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر رهبري کوي او ويل کېږي، چې حقاني شبکه او نور مخالفان يې د نوموړي ډله د اقتصادي سکتور په انحصار تورنوي.

طالب چارواکو مخکې د مختلفو هيوادونو له پانګوالو سره ليدلي او په عمومي ډول يې ټول په افغانستان کې پانګونې ته دعوت او د امنيتي اسانتياوو ډاډ ورکړی.

راپورونه وايي، چې دمګړۍ ۵ چينايي شرکتونه په افغانستان کې فعال دي او تر ۲۰ نورو دلته پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...