پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهپنټاګون: افغانستان کې مو د ۷ ميليارده ډالرو پوځي تجهيزات پاتې...

پنټاګون: افغانستان کې مو د ۷ ميليارده ډالرو پوځي تجهيزات پاتې دي

تاند:(پنجشنبه، د ثور اتمه) د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د دغه هېواد د پاتې پوځي تجهيزاتو په اړه ويلي چې ارزښت یې تر ۷ ميليارده ډالرو رسیږي.

مخکې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو پاتی تجهيزاتو ارزښت شاوخوا ۸۵ ميليارده ډالره ښودلی و.

ټرمپ په بې برخلیکه توګه د طالبانو لاس ته د يادو پوځي تجهيزاتو د پريښودو له کبله پر خپل ځای ناستي جو بایډن توندې نیوکې کړې وې.

د امریکا يو شمېر سياستوالو انديښنه لرله، چې طالبان او ځينې ترهګرې ډلې چې ادعا کېږي دوی سره اړيکې لري، له يادو پوځي تجهيزاتو به د امریکا او متحدینو خلاف یې ګټه واخلي.

د طالبانو د بيا واکمنیدو په لومړیو وختونو کې پاکستان ته هم د دغو پوځي تجهيزاتو د قاچاق او خرڅلاو ادعاوې کيدې، خو طالبانو رد کړې وه.

د امریکا یوه مهم پوځي مقام ويلي وو، چې ځواکونو يې له افغانستان څخه د وتو پر وخت يوه زياته اندازه دغه پوځي تجهيزات ويجاړ کړي او له کاره غورځولي دي.

طالب چارواکو تر اوسه نه دي ويلي، چې له امريکا متحده ايالاتو او پرزول شوي جمهوري نظام څخه څومره پوځي تجهيزات ورته په میراث پاتې دي.

1 COMMENT

  1. پنتاګون ګومان کوم په حساب کی لږ غوندی غلط سویدئ معنی:
    د سراج الدین حقانی پلاس کی نیول سوئ کلاشنکوف ئې نه دئ حساب کړئ.
    بناً
    د وسلو مجموعی بیه ۷ میلیارډه او ۲۳۷ ډالره کیږی.
    باید د انسانی انګېزې له مخی یو د بل سره د تسوئې او تصفئې په برخه کی همکاری وکړو!!! خصوصاً د مشر ورور حق باید تر پښو لاندی نه سی.
    های امریکائیانو! سړی به څه در ته ووائی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب