شنبه, مې 18, 2024
Home+مرجان | عبدالعزیز نایبي

مرجان | عبدالعزیز نایبي

 سمندري ژوی دی چې زرګر ترې امېل او نورې ګاڼې جوړوي. مجازآ د اننګو سوروالی او ښایسته رُخسار، « اکه اکبر» د کابل ژوبڼ په زمري دا نوم ایښی و«مرجان!»، هغه مهال چې د مرجان د خوړو درک نه وو معلوم او هیچا ری پرې نه واهه، «اکه اکبر» د ښار په قصابېو ګرځېده او هغه ته ېې په خواست خواړه برابرول. اوس دوی دواړه له نړۍ کوچېدلي، خو وېرجنې کیسې ېې لا ژوندۍ دي.

د جهادي تنظیمونو د خپلمنځېو جګړو پرمهال، کابل ژوبڼ د جګړې لومړۍ کرښه وه. روایات دي چې ښکېلو لورو به خپل اسیران په مرجان داړل. یوه ورځ کوم ټوپکمار په باټو راغلی، د زړه ورتوب پیښې ېې کړي او ملګرو سره ېې شرط تړلی چې د مرجان د قفس انګړ ته به ننوځي او پر هغه به لاس راکاږي. همدا چې یاد کس انګړ ته ننوځي او د مرجان د جوړې «جوجه» پر سر لاس ږدي، ناڅاپه مرجان په غړمبېدو شي او د سترګو رپ کې سړی له دنُیا تېر کړي. د پېښې په سبا د داړل شوي ټوپکوال ورور د غچ اخیستلو په نیت ژوبڼ ته ورځي او مرجان باندې د لاسي بمونو برید کوي. مرجان له برید ژوندی راوځي خو یوه سترګه ېې ړنده، غوږونه ېې کاڼه او غاښونه ېې ماتیږي. د بم یوه چره ېې هم کوپړۍ کې بنده، پښه ېې عیبي او پر لار تګ ېې ستونزمن شي.

کله چې کابل طالبانو ونیوه، مرجان لا هم له کړاوه ‌‌‌‌‌‌ډک ژوند درلود، په کاڼو ویشتل کېده او د مرجان د وژلو نیت وو، خو وېل کیږي چې د ژوبڼ کوم ساتونکي د طالبانو مسوول مشر ته وېلې وو چې هغه دې نه وژني، ځکه پیغمبر(ص) هم په ترحُم ټینګار کړی او د ژویو ساتلو سره ېې علاقه درلوده. په دې ډول مرجان ژوندی پاتې کیږي. همدا چې له کابله د طالبانو د واک ټغر ټول شو، مرجان ته د نړیوالو رسنېو پام شو او د هغه له حاله ېې دُنیا خبره کړه. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مرجان د درملنې او کابل ژوبڼ د بیا رغونې له پاره بسپنه ټوله شوه. د ژویو د ساتنې نړیوالې ټولنې او بې پولې ډاکترانو د مرجان درملنې ته مټې ونغاړلې.

که څه هم مرجان د کابل له بدو ورځو خپله برخه اخیستې وه، خو له مرګ وړاندې څو اونۍ ېې ښايي د عشرت تر ټولو ښه موده وه. مرجان ته له ځنډ پرته خواړه رسېدل، د هغه ساتونکو هم کلونه وروسته معاشونه واخیستل. خو مرجان نور بوډا او ستومانه و، د بډوډو او ځیګر ناروغۍ هغه د مځکې کړ. څو پرله پسې ورځې ېې خوراک څښاک پرېښود، ترهغو چې د ۲۰۰۲ میلادي کال د جنوري په ۲۵ نیټه مړ او د ژوبڼ په انګړ کې خښ شو. د برونزو څلورسوه پونډه (۱۸۱- کیلوګرام) وزمینه مجسمه ېې جوړه او د ژوبڼ لوېې دروازې مخې ته نصب شوه، څو د کابل د خونړیو او ویرجنو کلونو یوه نښه پاتې شي. هغه دوه کلنۍ کې د آلمان د «کولن» ژوبڼ له خوا، کابل ژوبڼ ته (۱۹۷۸.م) کال کې ډالۍ شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب