جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې يو ډاکټر وژل شوی او کندهار کې ۲ ماشومان له...

ننګرهار کې يو ډاکټر وژل شوی او کندهار کې ۲ ماشومان له حلالیدو ژغورل شوي

تاند:( پنجشنبه ، د ثور اتمه) ‏د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې نن ناڅرګندو وسله والو د نورمحمد ملکزي په نوم یو ډاکټر په ډزو وژلی او په موټر کې ورسره ناست وراره یې سخت ټپي کړی دی.

سرچینې وايي دغه ډاکټر د کونړ اصلي اوسېدونکی و او له اوږدې مودې راهیسې‌ يې د ننګرهار پوهنتون روغتون په جراحي برخه کې دنده لرله.

د طالبانو ځايي چارواکو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

له کندهار څخه بیا په یوه راپور کې راغلي، چې یو انسان تښتوونکی مخکې له دې چې خپل دوه تښتولي ماشومان خپلوان حلال کړي،‌ د طالبانو ځواکونو نیولی او ماشومان يې ورڅخه ژغورلي دي.

ويل شوي، چې دا کس محمداسماعیل نومېده او څو ورځې وړاندې يې له روزګان څخه یاد ماشومان چې يو يې د ترور زوی او بله د ترور لور وه، تښتولي وو او غوښتل يې حلال یې کړي.

د طالبانو ځايي چارواکو د دغې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د هېواد له مختلفو سيمو څخه د هدفي وژنو، اختطافونو او نورو پېښو خبرونه زيات شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب