یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط: متجاوزین دې د ثور اتمې ته په کتو زموږ سره د...

ط: متجاوزین دې د ثور اتمې ته په کتو زموږ سره د دښمنۍ او کينې لار نه نيسي

تاند:(پنجشنبه، د ثور اتمه) ‏د طالبانو واکمنۍ د ډاکټر نجيب حکومت د سقوط او د جهادي تنظیمونو د واکمنیدو (د ثور د اتمې د برياليتوب) د کليزې په مناسبت خپل پيغام کې د خپلو بهرنيو اړيکو په اړه ډېر تمرکز کړی.

په دې اعلاميه کې طالبانو په افغانستان کې د کمونيست پلوه ګوند د ۴۴ کاله مخکې کودتا له غندلو سره د دغې کودتا او د شوروي د اشغال خلاف د جهادي تنظیمونو مبارزه ستايلې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:« د ۱۳۷۱ هـ ش د ثور ۸ نیټه د افغان ملت د بري، ازادي او نجات ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ اولس او هېواد د کمونیزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ.»

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ويل شوي:« په تېرو سلو کلونو کې د درېيم ځل له پاره زموږ هېواد تازه له امریکایي اشغال څخه آزاد شوی، اسلامي نظام قائم شوی؛ نو اسلامي امارت به هم نهایت تلاش کوي، تر څو د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضائع نه شي او په هېواد کې د شهیدانو آرمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ او د افغان مجاهد ملت هیلې پوره شي.»

طالبان وايي، هڅه به وکړي چې د افغان ولس د ټولو جهادونو آرمانونه لکه څرنګه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د آبادۍ او رفاه لپاره ښه زمینه برابره کړي.

طالبانو په دې اعلاميه کې پر خپلو بهرنيو اړيکو هم بحث کړی او په یوه برخه کې ویلي: «دا چې په افغانانو کې د آزادۍ غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هېواد ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري، نو موږ هیله من یو چې په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه هم ډیر څه زده کړي او نور زموږ له هېواد او ملت سره د دښمنۍ او کینې لار ونه نیسي.»

طالبان وړاندې زياتوي:« موږ د بل هيڅ هېواد په حریم او خاوره د تجاوز نیت او اراده نه لرو او له نورو هېوادونو سره هم د متقابل درناوي او په امن کې ژوند کولو تمه لرو.»

دوی مشخصه کړې نه ده، چې دا خبرداری یې کوم هېواد يا هېوادونو ته راجع دی، خو په وروستيو کې د پاکستان څو الوتکو په خوست او کونړ کې د بمبارۍ پر مهال لسګونه تنه ووژل.

د دې ترڅنګ له ايران سره پر ګډه پوله هم څو ځله د طالبانو او ايراني پوله ساتونکو تر منځ وسله والې نښتې وشوې.

پرون د طالبانو يوه وياند انعام الله سمنګاني وويل چې د ثور له اوومې څخه د اتمې بیه افغانانو ته ډېره درنه پریوتې ده.

سمنګانی په خپل يوه ټويټ کې لکه خپلو طالبانو ته چې کنايه وايي زیاتوي:« بايد پوه شوو، چې له برياليتوب څخه وروسته ناکامي، درنه بيې او سختې پايلې لري».

ځينو خلکو بيا طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې لا هم وخت شته او د تاريخ له دغو درسونو څخه بايد هوښیارتیا او سياسي تعاملات زده کړې، کنه د اوسني مزل مسير به يې له ګړنګونو وغورځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب