تاند (پنجشنبه، د ثور ۸ مه) راشد خان تېره شپه یو وار بیا ثابته کړه چې د ښه باولر ترڅنګ ښه بټسمن یا توپ وهونکی هم دی.
د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل د سیالیو په دوام کې تېره شپه ګوجرات ټایټانس لوبډلې د حیدراباد سنرایزر ته په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه.
راشدخان، چې د آی پي ایل د دې دورې په سیالیو کې په ګوجرات ټایټانس کې لوبېږي، تېره شپه هم ښه بیټنګ وکړ، ده په ۱۱ توپونو ۴ شپږیزې ووهلې او ټولټال یې ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دې سیالۍ ګوجرات ټایټانس لوبډله د هند د غوره لیګ د جدول سر ته راوسته.
ده تېره شپه په څلورو اورونو کې کوم لوبغاړی ونه سوځاوه خ و ویې ښوده که په کومه سیالۍ کې ښه باولینګ ونه شي کړای ښه فیلډینګ او بیټنګ کولی شي.