یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: له رخصتۍ سره سره بانکونه نن او سبا مامورينو ته...

مالیې وزارت: له رخصتۍ سره سره بانکونه نن او سبا مامورينو ته معاش ورکوي

تاند:(پنجشنبه، د ثور اتمه) ‏د طالبانو د ماليې وزارت سرچینې وايي، چې تر اختر مخکې د دولتي مامورينو د حمل میاشتې د معاشونو د ورکړې هڅه کوي.

د دغه وزارت په يوه مکتوب کې له افغانستان بانک څخه غوښتل شوي چې نن او سبا هم د معاشونو د وېش اړوند بانکونه د معاشونو د ورکړې لپاره خلاص وساتي.

ويل شوي چې دا کار دې هم په پلازمېنه کابل او هم ولایتونو کې وشي، څو د معاشونو ورکولو لړۍ په عادي ډول جريان ولري.

يو شمېر دولتي مامورينو د دې پریکړې هرکلی او ستاینه کړې، خو ځينې نور وايي چې طالبان د معاشونو په ورکړه کې له ادارو سره توپیري چلند کوي، ځکه داسې ادارې لا شته چې د طالبانو له واکمنیدو سره د يوې مياشتې معاش هم نه دی ورکړل شوی.

يوه دولتي مامور، چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، تاند ته وويل چې په حمل میاشت کې تر نیمايي ډېرې ورځې دندې ته تللی و، خو د طالبانو د نوي کال په تشکیلاتو کې د کال له پيله ګوښه او معاش یې ګرځول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب