جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد‌ پاکستان سرحدي ملیشو ته د ط ځواکونو ورته یونیفورم توند غبرګونونه...

د‌ پاکستان سرحدي ملیشو ته د ط ځواکونو ورته یونیفورم توند غبرګونونه پارولي

تاند:(پنجشنبه، د ثور اتمه) ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د خپلو تازه روزلو سرحدي ځواکونو يوه ويډيو خپره او د دوی د یونیفورم په نوم خپاره شوي عکسونه ضمنا تایید کړل.

د دغو ځواکونو یونیفورم له دې کبله د یو شمېر افغانانو توند غبرګونونه پارولي، چې د پاکستان د سرحدي ملیشو یونیفورم ته ورته دی.

له دې ډلې څخه، د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو پخواني مرستيال شاه محمود مياخېل د یونیفورمونو دا ورته والی د پاکستان له لوري د افغانستان د ښکاره اشغال بېلګه ګڼلې ده.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه لیکلي:«د طالبانو د سرحدي قواوو د یونیفورم شباهت د پاکستان له ملیشو سره او همداشان اوږدې ږیرې او څڼې درلودل د همدې لپاره دي چې د پاکستان د ملیشو او طالب توپیر ونه شي.»

طالبانو له پاکستاني ملېشو سره د خپلو سرحدي پوليسو د یونیفورم په يو شان والي کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د‌‌ دوی کورنیو چارو وزارت له همدې یونیفورم سره د خپلو روزلو ۲۰۰ سرحدي ځواکونو يوه ويډيو خپره کړې، چې په مختلفو برخو کې یې د دوی د روزلو خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب