پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد ثور ۸ مه او نا لغوه شوې رخصتي، ط یې بیه...

د ثور ۸ مه او نا لغوه شوې رخصتي، ط یې بیه د ثور له اوومې هم درنه ګڼي

تاند:( پنجشنبه ، د ثور اتمه) ‏د ثور اتمه، چې د شوروي اتحاد خلاف د افغان جهادي ډلو د بریالیتوب ورځ بلل کیږي، طالبانو یې د ډېرو سیاسي ورځو برعکس رخصتي نه ده لغوه کړې.

د طالبانو حکومت د تېر جمهوري نظام د کار د قانون په اساس عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دا ورځ په افغانستان کې په تېرو دریو لسیزو کې هرکال نمانځل کېږي.

سږکال یې بیا کليزه په داسې مهال را رسيدلې چې طالبانو دغه ورځ د بيې او زيانونو له پلوه د ثور له اوومې هم افغانانو ته درنه او خطرناکه ګڼلې ده.

‏د‌ طالبانو د واکمنۍ يوه وياند انعام الله سمنګاني ويلي، چې د ثور د اوومې له کودتا څخه وروسته د افغانستان مسلمانانو او د ثور له اتمې څخه وروسته د جهادي رهبرانو د ناکامۍ له کبله د ټولو انسانانو ژوند په افغانستان کې ستونزمن شو.

سمنګانی په خپل يوه ټويټ کې لکه خپلو طالبانو ته چې کنايه وايي زیاتوي:« بايد پوه شوو، چې له برياليتوب څخه وروسته ناکامي، درنه بيې او سختې پايلې لري».

ځينو خلکو بيا طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې لا هم وخت شته او د تاريخ له دغو درسونو څخه بايد هوښیارتیا او سياسي تعاملات زده کړې، کنه د اوسني مزل مسير به يې له ګړنګونو وغورځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب