خبري اژانس چې په انګلیسي کې په News Agency، Press Agency، Press Association ، Wire Service او News Service نومونو هم یادېږي؛ هغه مطبوعاتي ادارې دي چې د یوه هېواد یا نړۍ په کچه خبرونه او راپورونه راټولوي، ترتیبوي او بیا پر ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویزونونو، دولتي یا نادولتي ارګانونو او وګړو وېشي یا ور رسوي. دا ادارې معمولآ خپله مستقیما څه نه خپروي؛ بلکې خپلو ګډونوالو یا مشتریانو ته خبري مطالب برابروي.
په فارسي ژبه کې د خبري اژانس لپاره د «خبرگزاری» کلمه کارول کېږي چې د « خبر رسولو یا ابلاغولو» په معنا ده. لکه چې په دهخدا قاموس کې خبرگزاري داسې تعریفېږي: (( خبرگزاري، د خبر ترلاسه کولو ته وايي چې راډیو، ورځپاڼو او نورو خبري ادارو ته سرچینې او خبرونه ورکوي څو هغوی یې نشر کړي.))
ایرانی لیکوال ډاکټر یونس شکرخواه وايي: (( خبري اژانس یا خبرګزاري په کلاسیکه معنا، عبارت له یوه تخصصي، ملي او نړیوال سازمان څخه دی چې ورځپاڼو، مجلو، راډیوګانو او ټلویزونونو ته د خبر راټولولو، تولید او وېش مسولیت لري. اژانسونه لومړنۍ سرچینې دي چې دویمي سرچینو یعنی ورځپاڼو، مجلو … ته خبر تولیدوي.))
د کمبریج انګلیسي قاموس د تعریف له مخې، خبري اژانس هغې ادارې ته ویل کېږي چې ورځپاڼو، مجلو، ټلویزونونو او راډیوګانو ته راپورونه چمتو کوي او رسوي.
په کولینس قاموس کې بیا د خبري اژانس په تعریف کې ویل شوي، هغه ادارې دي چې له یوه ځانګړي هېواد یا ټولې نړۍ څخه خبري مطالب راټولوي او ژورنالستانو ته یې رسوي.
په دغه تعریف کې له ژورنالستانو څخه مقصد د بېلابېلو رسنیو کار کوونکي دي چې د اژانسونو له مطالبو پخپلو خپرونو کې استفاده کوي.
په Journalism today کتاب کې هم ویل شوي: (( خبري اژانس، هغه سازمان ته وايي چې د نړۍ له هرې سیمې خبرونه ټولوي او د حق الزحمې په مقابل کې یې تولید او خپروي.))
خبري اژانسونه په عمومیاتو کې له نورو ژورنالستیکي فعالیتونو سره کوم توپیر نه لري؛ هماغه راز چې په ورځپاڼو، راډیو، ټلویزیون او نورو رسنیو کې ژورنالست له خبر، راپور، فیچر، مرکې او نورو ژورنالستي ژانرونو سره سر او کار لري، په خبري اژانسونو کې هم همدا ژانرونه کارول کېږي. یا په بل عبارت، د خبري اژانس خبریالان ټوله ورځ د خبرونو، راپورونو، فیچرونو او مرکو په لیکلو او خپرولو کې بوخت وي. دوی دا ژورنالستیک مطالب په لیکلې، تصویري او ویډيویي بڼو چمتو کوي او په مختلفو لارو او وسایلو تر خپلو مشتریانو رسوي. په اوسنۍ ډیجټلي نړۍ کې خبري اژانسونه خپل تولیدات( خبرونه، راپورونه، مرکې، تبصرې…) له خپلو ځانګړو انټرنېټي ادرسونو یا وېبسایټونو څخه په استفادې د لیدونکو او لوستونکو مخې ته اږدي؛ څو هغوی په مناسب او وزګار وخت کې یې وګوري.
له تاریخي پلوه د هاواس اژانس (Agence Havas) چې په ۱۸۳۵ کال کې تاسیس شوی؛ تر ټولو پخوانی خبري اژانس ګڼل کېږي. د فرانسې اړوند یاد اژانس په ۱۹۴۴ کال کې خپل نوم په « Agence France-Press» یا AFP بدل کړ چې په اوس وخت کې د متحده ایالتونو تر «Associated Press-AP » او د بریتانیې تر « Reuters» وروسته د نړۍ په کچه درېیم ستر اژانس دی.
یاد نړیوال خبري اژانسونه په ګڼو هېوادونو کې د سلګونو څانګو او کارکوونکو په لرلو نن سبا تر خپلو سیالانو ځکه مخکې دي چې په هره سیمه کې د خپلو ژورنالستانو پر مټ هر راز اطلاعات راټول او خپروي او د نړۍ ډېری رسنۍ ترې استفاده کوي.
د انټرنېټ او ټکنالوژۍ پرمختګ د خبري اژانسونو کار لا اسانه کړی؛ دا ادارې اوس د پخوا په څېر مجبورې نه دي چې ترلاسه کړي خبرونه، راپورونه او نور تولیدي مطالب په فزیکي بڼه( کسټونو کې) او ډېر وخت ضایع کولو سره نورو رسنیزو ادارو ته ورسوي، بلکې یو مطلب د هغه له اړوند تصویر او حتی وېډيو سره د انټرنېټ له لارې په څو دقیقو او حتی ثانیو کې استولای شي.
سربېره پر دې، د انټرنټ عام کاروونکي هم کولای شي چې د خبري اژانسونو له وېبسایټونو څخه استفاده وکړي او هره ګړۍ ځان د سیمې او نړۍ له مسایلو او بدلونونو خبر کړي؛ خو ډېری اژانسونه چې شخصي او تجارتي وي، د مطالبو د لیدلو لپاره له لیدونکو او لوستونکو په میاشتني ډول د ګډون یو ټاکلی فیس اخلي او تر هغې چې یو څوک ګډونوال نه وي نو د اژانس په وېبساېټ کې شته مطالب او مواد نه شي لیدلای.
د بېلګې په توګه، په افغانستان کې د پژواک خبري اژانس چې له شاوخوا ۱۸ کلونو راهیسې فعالیت کوي او نن سبا په مطبوعاتي ډګر کې د خپل معیار او کیفیت له اړخه یو ځانګړی ځای لري؛ پخپل ویبسایټ(www.pajhwok.com ) کې د افغانستان د مختلفو سیمو او نړۍ مهم سیاسي، اقتصادي، امنیتي، روغتیايي، ټولنیز، کلتوري او نور راز راز مسایل په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خپروي. د وېبسایټ دا مطالب یوازې هغه څوک لیدلای او کارولای شي چې د پژواک ګډونوال او ورسره قرارداد ولري. د قراردادیانو ډېره برخه یې د افغانستان سیمه ییزې او ملي رسنۍ دي. دا رسنۍ د خپلو محدودو امکاناتو له امله نه شي کولای چې د هېواد په هره سیمه یا ولایت کې خپل خبریالان ولري، څو هره ورځ ورته د خپلو سیمو اړوند خبري مطالب چمتو کړي؛ خو پژواک اژانس توانیدلی چې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو قراردادي یا فریلانس ژورنالستان وګماري او ورځني تازه او مهم خبري توکي او مطالب په لیکلې او انځوریزه بڼه ترلاسه او تر ترتیب او اېډېټ وروسته د یو خبر، راپور، فیچر په چوکاټ کې تر خپلو ګډونوالو ورسوي.
له پورته معلوماتو څخه دا نتیجه اخیستل کېږي چې خبري اژانسونه له لویه سره خبر رسوونکي ادارې دي. دوی تر ډېره نورې رسنۍ لکه راډیوګانې، ورځپاڼې، مجلې، ټلویزیونونه… تغذیه کوي او په لیکلي، تصویري او وېډيويي بڼه تیار مواد او مطالب ورکوي.
ځیني اژانسونه نړیوال اعتبار لري او په ډېرو هېوادونو کې یې څانګې او ژورنالستان فعالیت کوي. د متحده ایالتونو « United Press International- UPI»، د بریتانيې « Reuters»، د فرانسې « Agence France Press- AFP»، د روسيې « TASS»، د چین « Xinhua»، د هند «Press Trust of India- PTI» ایران « Islamic Republic News Agency- IRNA» او ځیني نور نړیوال شهرت لري. دوی په ګڼو هېوادونو کې د خپلو خبریالانو په مټ هره ورځ سلګونه خبرونه او راپورونه ترلاسه کوي. دا اژانسونه ترلاسه کړي مطالب اړتیا ته په کتلو په مختلفو ژبو ژباړي او تر خپلو مشتریانو یې رسوي.
په افغانستان کې د باختر خبري اژانس تر څنګ- چې یو دولتي اژانس دی- یو شمېر نادولتي یا شخصي اژانسونه هم فعالیت کوي. پژواک خبري اژانس(Pajhwok News Agency)، خامه پرېس(Khaama Press)، افغان خبري اژانس (AFKA News )، افغان ایرکا اژانس (Afghan IRCA) اوا خبري اژانس (Afghan Voice Agency )، افغان اسلامي اژانس (Afghan Islamic Press ) او ځیني نور هغه اژانسونه دي چې ډیری یې له ۲۰۰۱میلادي کال څخه وروسته رامنځ ته شوي دي. له یاد کاله وروسته په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ له قانوني تضمین او نړیوالو مرستو سره مطبوعاتي فعالیتونو غوړېدا ته زمینه مساعده شوه او د سلګونو چاپي رسنیو تر څنګ سلګونه راډیوګانو او ټلویزونونو هم د خپرونو جواز ترلاسه کړل او فعال شول. که څه هم ځینې دا رسنۍ د وخت په تېرېدو د مالي امکاناتو نه لرلو له امله بندې شوې؛ خو ډیری يې لا هم فعالې دي.
د خبري اژانسونو د خبرونو، راپورونو او نورو مطالبو څرنګوالی نظر پالیسیو ته يې فرق کوي. ځیني دولت پلوه، ځیني ځانګړې ډلې پورې مربوطې او ځیني بیا ژورنالستیکي اصولو ته په پام ناپیېلي او متوازن وي. دغه راز د هغو تشکیلات او اداري جوړښت هم یو له بله سره توپیر کوي.
لنډه دا چې په مطبوعاتي فعالیتونو کې خبري اژانسونه خپل ځانګړی ځای او ارزښت لري. په اوس وخت کې د نړۍ په کچه مطرحې رسنۍ د نړیوالو خبري اژانسونو د خبرونو او مطالبو پېرېدونکي دي او ورڅخه تغذیه کېږي.