یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهشهباز شريف پوتین ته، د افغانستان موضوع کې مرسته درسره کوو

شهباز شريف پوتین ته، د افغانستان موضوع کې مرسته درسره کوو

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) ‏‏د پاکستان د تازه ټاکل شوي صدراعظم شهباز د هغه لیک جزییات رسنيز شوي، چې ویل کیږي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په توم یې څه موده مخکې استولی.

پاکستاني رسنيو ويلي، چې دا ليک شهباز شريف د پوتین د هغه ليک په ځواب کې استولی، چې د نوموړي د صدراعظم کيدو په مبارکۍ کې يې ليکلی او ليږلی و.

شهباز شريف پوتین ته په استولي لیک کې داډ ورکړی، چې د افغانستان په قضیه کې به روسیې سره مرسته وکړي.

په دې برخه کې نور جزییات او وضاحت نه دي تر لاسه شوي.

د دغه ليک له استولو سره شهباز شريف د ليک د استولو او جزییاتو په نه رسنيز کیدو هم ټينګار کړی.

دا چې پاکستان له روسيې څخه د دې مرستې په بدل کې څه تمه لري، معلومه نه ده.

د طالبانو له واکمنیدو سره، پر پاکستان تور دی چې د دوی په واکمنولو کې يې تر هر چا رول زيات و.

ځينې شنونکي باور لري، چې طالبانو سره ځينې ظاهري ناندرۍ او پر افغان خاورې د پاکستان د هوايي بريدونو هدف هم دا دی، چې نړۍ ته له افغانستان څخه د خطرونو د پیښیدو خطر او د خطرونو د دفع کولو لپاره خپله برلاسي وښیي، څو په نوم يې امتیازات ترلاسه کړي.

طالبانو د شهباز شريف د ليک او پر دوی د نوموړي د تسلط ښودلو د هڅو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. شهباز شریف ګمان کوی چی روسیه هم د امریکا په شان زموږ له درواغو او فریب ورکوونکو پالیسیو خبر ندی درحالیکه چی روسیی له نن څخه پخوا ۴۵ کاله مخکی چی کله شوری په افغانستان یرغل کړی همدی پاکستان د برتانیی په طرحه باندی د امریکا د پیسو د باران په وسیله ګلبدین، سیاف، ربانی، مسعود او نورو ډلو ته پناه ورکړه او د داود خان د هغه وخت جمهوری نظام پرضد لومړی همدا ډلی تربیه بیا د شوری راتګ په وخت کی بیا نظامی او مالی او سیاسی مرسته ورسره وکړه
    مګر کومه ضربه چی شوری د پاکستان څخه لیدلی کیدای شی دا ضربه امریکا هم نه وی لیدلی او د ۳۰ یا ۲۵ کاله جګړو او داخلی در بدریو څخه وروسته بیاځلی د امریکا راتګ د تیر طالبانو نظام په وړاندی(جنرال مشرف) امریکا ته ورته ټټر وډبوو مګر څرنګه چی لومړی ځل څخه لیدل کیده چی امریکا په پاکستان پوهیده چی له ما سره په دوکه کی روان دی نو له شل ۲۰ کلنی جګړی وروسته له پآکستان سره اړیکی ترینګلی شوی چی اوس د افغانستان په اړه له قطر او ترکیی سره راتګ یی زیات شوی او مخکی وختونو کی سعودی ته زیات وخت ورکاوو مګر د سعودی پر ځای اوس قطر یی ټاکلی دی

    اوسنی د طالبانو نظام هم د پنجاب په اړه ډیر هوښیار او زیرک شوی ګمان کوم چی وخت یی راشی سبق به ورکړی خو طالبانو څخه می غوښتنه ده چی پاکستان نرمو خبرو او دوکه باز سیاست باندی غلط نشی ځکه همدا ۴۵ کاله مخکی روس موږ ته دښمن او ځان لپاره یی دوست ټاکلی وو او همدارنګه له امریکا څخه یی د خپل پوځ او نظامی مصارفو لپاره له امریکا ډالر اخیستل مګر د افغانانو لپاره یی ډالر حرام تثبیت کول ، پخپله یی له هند سره نیکی اړیکی پاللی مګر دلته د هند هر پراختیایی پروژو په اړه نیوکه کوله،
    پخپله له چین سره یی خپلی اړیکی له شاتو سره تشبیه کولی مګر دلته د مس عینک پروژی یا نورو پروژو د امریکا او برتانیی په اشاره خنډونه جوړول چی اوس چین هم پدی پوه شوی او هند هم پوه شوی
    زما په نظر اوس د شهباز شریف حکومت غواړی چی روسیه بیا په افغانستان نظامی مداخله وکړی او له اکراین څخه یی توجه واړوی ترڅو دده غوا دوه طرف شیدی ورکړی هم یی له امریکا واخلی او هم یی له روسیه، چین او ایران څخه
    باید طالبان وروڼه دی ټکی ته متوجی شی او د چین، روسیی او ایران سره پدی اړه هر اړخیزی خبری وکړی ترڅو افغانان د بیاځلی لدی مار څخه په امان شی له یو غار څخه دوه یا دریم ځل ونه چیچل شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب