یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد جمهوري نظام وروستی لوی درستیز: وطنه! بیرته دې د ازادولو لپاره...

د جمهوري نظام وروستی لوی درستیز: وطنه! بیرته دې د ازادولو لپاره در ګرځو

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) ‏‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام وروستی لوی درستیز جنرال هیبت الله عليزي په خپله ټويټر پاڼه کې هېواد ته د بیرته ګرځیدو او د « ازادۍ» لپاره یې د مبارزې خبر ورکړی.

 ‏نوموړي له جنرال سمیع سادات او یوه بل طالب ضد جمهوري قومندان سره د ګډ اخیستل شوي عکس په خپرولو لیکلي:« اه زما وطنه ستا سلګۍ اورو ستا سوې چېغې او نارې اورو ،موږ نږدې يو ډير نږدې د در تلو په تکل کي یوو»

عليزی وړاندې زیاتوي:« خیر که موږ نه را وګرځېدو خو زموږ د لارويانو څخه يو څوک حتمي راځي تا به د امن څخه برخمن کوي او یو ځل دې بیا ازادوي ستا بیراغ به بیا رپانده کوي»

د نوموړي دغه ټویټ د یو شمېر خلکو له هرکلي او یو شمېر نورو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د معترضینو دریځ دا دی، چې دغه قومندانانو که په سمه او واقعي بڼه خپلې دندې ترسره کړې وې، جمهوري نظام نه سقوط کیده.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د جمهوري نظام یوه بل مطرح طالب ضد قومندان جنرال سمیع سادات د اختر څخه وروسته د مخکینیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د منسجم کیدو او وسله والې مبارزې خبر ورکړی و.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد بيا څو ورځې مخکې وویل، چې وسله والې مخالفې ډلې يې په هېواد کې ځای نه لري.

هغه د طالبانو د حکومت خلاف دریدل، د اسلامي او شرعي نظام خلاف دریدل او ناروا وګڼل او خبرداری یې ورکړ، چې دریدونکي کسان به له منځه یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب