شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ډاکټر نجيب لور: امریکا، روس او چين دې د افغانانو په...

د ډاکټر نجيب لور: امریکا، روس او چين دې د افغانانو په برخليک روانه لوبه ودروي

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) ‏‏د افغانستان د
پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور، هیله نجيب د افغانستان په وضعیت له اندیښنې ښودلو سره وایي، چې دغه وضعیت نه د خلاصون په خاطر د جګړې نه، بلکې سوله ییزو حل لارو طرفداره ده.

هغې په یوه تازه مرکه کې وويل، چې امريکا، روسیه او چین د طالبانو د واک ته رسولو د اصلي لوریو په توګه باید د دې ډلې د مهارولو لپاره خپلو کې خبرې او هوکړې وکړي.

هیله نجيب زياتوي، چې د دې ترڅنګ د افغانستان د ټولو خواوو ترمنځ په کور دننه داسې ځينې توافقات ضرور دي، چې د افغانستان روان ناورين ورسره حل شي.

هیله باور لري، چې طالبان د نړۍ ياد شويو قدرتونو د خپلو موخو لپاره واک ته رسولي او دا قدرتونه د اوسني وضعيت په تړاو افغانانو ته مسوول دي.

د هیله نجيب په وينا، چې له سويس نه په افغانستان کې دننه او د نړۍ په مختلفو برخو کې له ځينو افغان لوریو سره د هېواد د يوه سياسي حل لپاره په خبرو او تماس کې ده.

هغې د طالبانو رامنځته کیدل، کړنې او تګلارې د پاکستان اړوندې وګڼلې او ټینګار یې درلود، چې دا ډله یوازې یوه افراطي ډله ده او د افغانستان د هیڅ سیمې او قوم استازیتوب نه شي کولای.

هیله نجيب هغه اوازې هم رد کړې، چې ګواکې د پخواني خلق ديموکراتيک ګوند پاتې شونو د طالبانو خلاف د وسله والې مبارزې لپاره وسلې اخیستي.

د هیله نجيب په باور، خلق ديموکراتيک ګوند د پلار له لوري یې د وطن ګوند له اعلانولو سره نور وجود نه درلود او وطن ګوند هم د حکومت له سقوط وروسته يې څو ټوټې شوی او فکر نه کوي، چې د وسله والې جګړې لېوالتيا ولري.

1 COMMENT

  1. دا کومه پټه خبره نده چی یی ونه وایم ټولو هیوادونو ته په تیره بیا امریکا ته څرګنده ده چی اسامه بن لادن د سعودی تبعه دی او د اوباما په وخت کی د اسلام آباد نظامی آډی ته څیرمه تر برید لاندی راغی او ووژل شو چی همدی امریکا ټولی نړی ته یی تصویر خپور کړ او وویل چی موږ اسامه بن لادن په اسلام آباد کی وواژه ، نو اوس سوال داده چی امریکا ولی زموږ کنګل کړی پیسی هغو کورنیو ته ورکول کیږی چی د ۱۱ سپمتر کی د کورنی غړی له لاسه ورکړی ولی ددی تاوان له سعودی او پاکستان څخه نه اخلی،

    روسیه کوښښ کاوو چی ځان تورو اوبو ته ورسوی مګر افغانانو یی مخه ډب کړه چی پدی مخکینی کمونیست پلوه کسان ګرم دی چی د شوری اصلی اهداف ولس ته روښانه نکړل چی افغانانو هم د پآکستان له سیاست کار اخیستی وای لکه څرنګه چی پاکستان د ډالر په مقابل کی امریکا ته نظامی آډه ورکړه او د طالبانو تیر نظام ورباندی وپرځاوو
    اوس باید برتانیه، روسیه، امریکا مکلف دی او ورسره ملګری ملتونه او امنیت شورا یی چی پآکستان سره حساب او کتاب وکړی چی دا څرنګه پالیسی ده چی هم له امریکا سره دوستی کوی او هم له روسیی او چین سره او د دوی په وړاندی په افغانستان نظامی ډلی جوړوی بیا وایی چی افغانستان د ترهګرو ځای دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب