Homeخبرونهط کابل ته د مسافر وړونکو موټرو لپاره کرايې وټاکلې

ط کابل ته د مسافر وړونکو موټرو لپاره کرايې وټاکلې

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) ‏‏د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له مختلفو وزارتونو او ادارو سره په ګډه کابل ته د ټولومسافروړونکو موټرو د تګ را تګ لپاره مشخصې کرایې وټاکلې.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دغه مشخصې کرایې د عدلیې، صنعت او تجارت او ماليې وزارتونو، د نورم او سټنډرډ ادارې او د خوندیتوب او تخنیک د ریاست له استازو سره په ګډه ټاکل شوې دي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ټول ترانسپورټي شرکتونه او موټر چلوونکي مکلف کړي، چې له ټاکل شویو کرایو څخه سرغړونه ونه کړي.

طالب چارواکي وايي، چې تر دې وړاندې مسافرو کابل او ولایتونو ته د تګ راتګ پرمهال له لوړو کرایو څخه شکایت درلود او غوښتنه يې دا وه چې د مسافرو لپاره دې مشخصې او مناسبې کرایې وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک طالبان د دوی ډېرو نورو غوښتنو ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي دغه حاکمه ډله بايد لومړیتونه درک او ورته په کتو سره لازم اقدامات وکړي.

1 COMMENT

  1. هغه د سلیمانخیل خبره ده ، دا خلک په غره کې باد وهلي دي !! د موټر د تېلو قمت څرنګه او څو دی ؟؟ او د خوراکي موادو قیمت او انفلاڅيون څرنګه دی ؟؟ داهغه ټول فکتورونه دي چې په قیمت کي تغیر راولي !! هغه زمونږ د نجونو ښوونځي څرنګه شول !! دملت غږ د خدای غږ دی خو دادی طالب یې اوس نه اوري او خپلې ډنډې وهي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...