یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله ۵۸ نور قضایي چارواکي وټاکل

ملا هیبت الله ۵۸ نور قضایي چارواکي وټاکل

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) ‏‏د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په نوم، د دوی قضایه قوې د ۵۸ نویو قضايي چارواکو د ټاکلو نوملړ خپور کړی.

د طالبانو قضایه قوې( چې مخکې یې نوم ستره محکمه وه) په يوه اعلاميه کې ويلي چې ياد شوي کسان د دوی د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) په امر د کندهار، زابل، هلمند، نيمروز او غزني ولايتونو د مختلفو محکمو د رييسانو، قاضیانو، مفتیانو او محررینو په توګه ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه خپله ملا هیبت الله اخوند زاده تر اوسه پورې د رسنيو پر وړاندې را څرګند شوی نه دی.

نوموړي ته منسوبې دغه ګومارنې په داسې مهال شوي، چې څه موده مخکې د جمهوري نظام د قضایه قوې زرګونه منسوبينو په یوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل، چې د دوی کاري برخليک معلوم کړي.

هغوی نیوکه لرله، چې طالبانو يې دندې خپلو ملایانو او جنګياليو ته سپارلي او دوی به په دې صورت کې هېواد پريښودو ته مجبوره شي.

د یادونې وړ ده، چې په نويو ټاکل شويو طالب قضايي چارواکو کې هم اکثره یې ملایان او قاریان دي.

طالبانو څو ورځې مخکې یو شمېر کسان د شراب څښلو په تور په بند او درو وهلو محکوم کړل، خو دقیقه نه ده چې د درو وهلو سزا په تورنو کسانو عملي شوه کنه؟

د طالبانو چارواکي د صحرايي محکمو او بې عدالتۍ د مخنيوي ډاډ ورکوي، خو له دې سره بيا هم په دې برخه کې په سرغړونو او بشري حقونو نقض تورنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب