جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+بدخشان تر سترګو لاندې/ بصيرالحق عادل

بدخشان تر سترګو لاندې/ بصيرالحق عادل

څلورمه برخه

په تېر پسې . . .

شپه وه، ستړي ذرې ذرې وو، مرکزي بغلان ته ورسېدو. مړې مړې خبرې مو کولې. کله کله به مو سترګې درنې شوې، بيده به شولو. استاد فضلي ښه وو بيداره و او فکر کووم زموږ د چلوونکي اصولي صيب په خاطر ويښ ناست و، ترڅو هغه بيده نه شي او موټر ټکر نه کړي. اصولي صيب هم ستړی شوی و، سر يې اړو را اړوو او موټر ته يې پښه ورکړې وه، ښه تېز روان وو.

مزل مو کاوه کاوه، چې جنګل باغ سيمې ته ورسېدو. شاوخوا جنګل وو، دغلته اصولي صيب او استاد ذبيح الله فضلي خپلو منځو کې پټ پټ څه وويل، بيا اصولي صيب موټر بيخي تېز کړ، دومره يې تېز کړ چې موټر يو ډول خطرناک اواز شروع کړ. موسيقي يې هم بنده کړه. موږ چې شاته سيټ کې ناست وو ورته ومو ويل څه کيسه ده!؟ اصولي صيب وويل، دې ځنګل کې وسله وال غله دي، د هيچا وس پرې نه رسېږي.

ما ورته وويل خو امارت اسلامي دی، غله به ورک شوي وي. هغه وويل دا ځای خطرناک دی، د سيمې خلک له غلو سره لاس لري او د خدای ج په فضل ترې خلک ژغورل کېږي. که رښتيا ووايم زه هم يو څه وبېرېدم. تسبيحات مې شروع کړل، خو اصولي صيب موټر نور هم تېز کړ، بالاخره له همدې ځنګل ووتلو او خطرناکه لار مو تر شاه پرېښوده.

په تلو تلو کې د کندوز ښار څنډې ته ورسېدو، اصولي صيب وويل، پر ښار نه ورځو، د ښار له څنګ تېرېږو او سيده ځو چاردرې ولسوالۍ ته. د اصولي صيب کور په چار درې ولسوالۍ کې وو. د کندوز په ليدو د خپلې مور کيسه راياده شوه. تقريباً ۱۸ يا شل کاله وړاندې چې زه کوچنی وم، د ژمي په يوه سړه شپه راته زما مور د کندوز کيسې کړې وې. بيا يې د خپلو خويندو، ورور او د خپلو کړاوونو کيسې وکړې، ما پټ پټ ژړل، ښه ډېر مې وژړل. ښه مې ياد شي ټول بالښت مې په اوښکو لوند شو، خو شپه وه، لالټين مو ګل کړی و، مور مې پوه نه شوه چې زه ژاړم.

اوس چې مې کندوز په لومړي ځل وليد، هماغه د مور کيسې مې په ياد شوې او ځان سره مې وويل چې دا زما د مور د خاپوړو، ځوانۍ، کړاوونو او بالاخره د خوښۍ سيمه ده. ماته مې مور د کندوز ډېرې کيسې کړې دي، اوس هم راته کله کله کيسې کوي.

اصولي صيب موټر د چار درې پر سرک ور برابر کړ. ۱۵ دقيقې مزل به مو کړی و، چې چادرې ولسوالۍ ته ورسېدو. لږ وروسته د چار درې په ابادو ځمکو موټر مزل پيل کړ. کليوالي لارې وې، اصولي صيب بيخي جالبه موټر چلونه کوله، د شپې تقريباً يوه بجه وه، موږ تشي له خندا نيولي وو، د کلي يوې تنګې کوڅې ته موټر ور ننوتلو. کله به اصولي صيب موټر پر يوه کوڅه ورسم کړ، کله به يې بلې ته په تېزۍ ور وګرځو، بالاخره يوې لويې لرګينې دروازې مخته يې موټر ودراوه، يوه لور ته مدرسه وه، بل طرف ته کلاګانې. شاته لوی دښت و. اصولي صيب دروازه وټکوله، څوک را ونه وتل، بيا يې زنګ وواهه، يو چا دروازه خلاصه کړه، دا دروازه د کوڅې وه، موټر يې ور دننه کړ، موږ په پښو ور روان شولو. چې لږ مخته لاړو، یو سپين ږيری ولاړ و، لونګۍ يې تړلې وه، موږ ته يې ستړي مه شي وکړل. دا سپين ږيری د اصولي صيب پلار حاجي صيب ميرحمزه و. موږ ته يې لارښوونه وکړه ترڅو مېلمستون ته ننوځو. کليوالي حجره وه. مخته يې بوټې ولاړ وو. په تېزۍ ورننوتلو، ستړي ذرې ذرې مو ځانونه واچول. د اصولي صيب پلار سملاسي چای راوړې. چای مو وخوړې او په بسترو کې وغځېدو.

زما د ماسټرۍ دورې د لومړي سمېستر ازموينې هم شروع وې. پنجشنبې شپه وه چې موږ کندوز ته ورسېدو. د شنبې په ورځ زموږ د عربي مضمون ازموينه وه. چې دا مضمون تر نورو موږ ته سخت و. استاد راته عربي مضمون په ډېره لوړه سويه ويلی و. ما ځان سره نوټونه هم کندوز ته يوړل ترڅو يې مطالعه کړم. د شپې خوب نه راتلو. ټول فکر مې له ازموينې سره و، نپوهېږم څه وخت به مې سترګې سره ورغلې وې.

يو عادت لرم سهار کې تر ټولو وختي وېښ کېږم، ټول ملګري راته وايي څومره وختي پورته کېږې. وېښ شوم. تر اوداسه وروسته مې لمونځ وکړ. بيا مې ټول ملګري په نوبت له خوبه پورته کړل، ترڅو لمونځونه وکړي. هغوی تر لمانځه وروسته بېرته بيده شول. ما د عربي مضمون نوټ راواخيست. لږ مې مطالعه کړ. استاد فضلي هم پروت و خو بيده نه و، ويل يې زه د سهار لخوا د خوب عادت نه لرم. زه په مطالعه مطالعه کې بيده شوی وم. لږ وروسته د اصولي صيب پلار حاجي صيب ميرحمزه راغی. د چای وخت و.

حاجي صيب ميرحمزه موږ سره ډېر خوږ بنډار شروع کړ. ويې ويل ما د هلمند لښکرګاه کې په ځوانۍ د ځوانۍ يو څو مياشتې تېرې کړي دي، هلته مې غريبکاري کوله. بيا ورته ما وويل زه هم د هلمند يم. حاجي صيب ډېر خوشاله شو او ويې ويل د لښکرګاه په تور ټانګ کې اوسېدم. بيا يې وويل، مشر زوی مې قاضي وو، د يوې چاودنې پر مهال شهيد شو. اصولي صيب مې کشر زوی دی.

د سهار چای يې راوړ. دسترخوان چې يې اواروو حاجي صيب وخندل، ويل يې ازبکي دسترخوان دی. سهار چای کې يې يو رقم ډوډۍ راوړه زما ډېره خوښه شوه. ما ورته وويل دې ډوډۍ تاسو کوم نه لرئ؟ د اصولي صيب پلار وويل موږ يې (پتيره) بولو. دا ډوډۍ عيناً لکه د پېښورو بنده پراټه وه. خو په داش / تندور کې پخه شوې وه. زما ډېره خوښه شوه. بيا اصولي صيب زما په خاطر دوه دانې راواخيستې او کابل ته مو ځان سره راوړې.

د چای تر څښلو وروسته مو د اصولي صيب پلار سره خدای ج پاماني وکړه، د دوی د کلي شاته دښته وه، چې د چاردرې دښته يې ورته ويله، هلته ور پورته شولو، د ريدي ګلانو زموږ پښې ښکل کړې، دښته ډېره ښکلې او شنه وه. يو پخوانی زيارت هم پکې و. بدبختي دا وه په دغه ورځ کندوز کې هوا ډېره ګردجنه وه، تر دښت لاندې ټول وطن ښکاره کېدو، خو د ګرد له وجې مو سم نه شو ليدلی. لس دقيقې به مو هلته تېرې کړې وې، بېرته مو موټر راښکته کړ او مخ د کندوز پر ښار روان شولو.

نور په بله برخه . . .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب