یوه سپین ږیري یوه لور لرله.د هغه لور دومره ټنبله وه چې تا به ویل کوم چا د ټولو کارونو څخه وده(دم) کړې ده. سپین ږیری له هغې سره ډېر په تکلیف و. د داسې ټنبلې سره څوک واده هم نه کوي او په کور کې د هغې اوسېدل یوازې کړاو دی او بس، خو بیا هم هېڅ چاره نه شته، خپله لور که هر څومره ټنبله هم وي له کور څخه یې شړلی نه شې. (تفصیل)