جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي

بېلابېلې پېښې، ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي

تاند:( چارشنبه، د حمل ۳۱ مه) ‏د افغانستان له مختلفو پېښو ( د کابل له پرونیو چاودنو پرته) د تاند تر لاسه شوي راپورونه څرګندوي، چې ۸ تنه په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

ځايي سرچينو ويلي، چې په دې ډله کې ۲ وژل شوي او ۶ ټپي شوی ملکیان د هغې نښتې اړوند دي، کومه چې د عشر او زکات ټولولو په سر د طالبانو د قلعه ذال ولسوالۍ د چارواکو او ځايي خلکو تر منځ رامنځته شوې ده.

سرچينې وايي، طالب مقام د عشر او زکات په ټولولو پسې ورغلی و، چې خلکو د بې وسۍ فریاد او له څه ورکولو وروسته په ډزو مړه او ټپيان شول.

له ننګرهار څخه بیا د جلال اباد ښار په دويمه ناحیه کې په رڼا ورځ د طالبانو پر یوې ډلې د وسله وال برید خبر ورکړل شوی.

ځايي سرچينو ويلي، چې د پرون ورځې په دغه برید کې يو طالب سرتېری وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.

په کندهار کې هم د دوو مرموزو وژنو له کبله د يوه کس د سر پرې کیدو او یوه سپين ږيري د وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

له لوګر ولایت څخه بيا د يوې واده شوې ښځې د زندۍ کیدو او مړينې خبر ورکړل شوی.

طالب چارواکو ويلي، چې د دغې ۲۵ کلنې ښځې د وژلو په تور د نوموړې د ژوند ملګری او یو بل تن نيول شوي.

د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې بيا د اورښتونو له امله د سون توکو او بوټو زیرمتون اور اخیستی چې د غور ولایت یو مسافر پکې مړ شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

له دې سره، په دايکندي ولايت کې هم يو تن د تندر لویدو پېښې وژلی.

د روزګان په مرکز ترینکوټ کې بیا د لوبو پر وخت د لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي‌‌ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب