یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهکابل کې نن ط د « شرعي حدودو» تطبیق پیلوي

کابل کې نن ط د « شرعي حدودو» تطبیق پیلوي

تاند:( چارشنبه، د حمل ۳۱ مه) ‏د طالبانو يو شمېر ‏خبري سرچیني وايي، چې نن به دوی په پلازمېنه کابل کې د یو شمېر کسانو له مجازات کولو سره « د شرعي حدودو» تطبيق پيل کړي.

د طالبانو د استخباراتو رياست يوې مطبوعاتي سرچينې جواد څارګر په خپله ټويټر پاڼه لیکلي:« په یو شمېر نیول شویو مجرمینو چې دوسیې یې بشپړ او د محکمې پریکړي یې د مشرتابه لخوا تائید شوي، شرعي حدود جاري شي.»

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

پرون د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال مولوي نجیب الله په يوه غونډه کې وويل، چې ډېر ژر به د قصاص او رجم په شمول ټول اسلامي حدود تطبیق کړي.

مخکې د طالبانو يوه بل لوړپوړي مقام مولوي نورالدين ترابي ويلي وو، چې د دوی د تېرې واکمنۍ په شان به دا ځل هم« شرعي حدود» تطبيق او له« مجرمينو» څخه لاسونه او پښې پرې او نورې سزاوې ورکړل شي.

د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د کابل په غازي سټډیوم کې د تورنو مجرمینو لاسونه او پښې معمولا د جمعې ورځې له لمانځه وروسته په عام محضر کې پرې کیدل او خلک يې نندارې ته بلل کیدل.

معلومه نه ده، چې د دوی دا ځل دغسې کړنې به په عام محضر او که په بله بڼه تر سره کیږي.

د طالبانو له بيا واکمنیدو سره، په هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تورنو مجرمینو د مجازات په نوم ځینې ورته کړنې ترسره شوې وې، چې په پراخه کچه د بشري حقونو د مدافعینو له مخالفت سره مخامخ شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب