جمعه, مې 17, 2024
Home+ښځه یم کمزورې نه یم

ښځه یم کمزورې نه یم

   عبدالباري جهاني      

زه نغمه یمه د میني زه زینت د دې جهان یم

زه همزولې د ښکلا یم زه له میني د سبحان یم

چي زه نه یم رنګ به نه وي چي زه نه یم هنر نسته

چي زه نه یم هستي ختمه چي زه نه یم بشر نسته

زه خالق د هری میني ملکه د هر داستان یم

زه همزولې د ښکلا یم زه له میني د سبحان یم

هغه زه یم چي په غېږ کي افلاطون مي دی روزلی

هغه زه یم چي په ټال کي پیغمبر مي زنګولی

پر نړۍ چي هر لوی نوم دی هغه ما دی زېږولی

معجزه د اسمانونو له یزدانه تر انسان یم

زه همزولې د ښکلا یم زه له میني د سبحان یم

هغه زه یم چي په مینه مي فرهاد سوري کول غرونه

کرشمه ده زما د حسن چي جوړیږي محلونه

زما د حُسن له بغداده رنګین سوي دي نکلونه

زما په یاد دي څرخېدلي بې حسابه قلمونه

هغه زه یم چي بلېږم له پتنګ سره پیمان یم

زه همزولې د ښکلا یم زه له میني د سبحان یم

پنجرې دي د فولادو زما وزر ته نه ټینګیږي

د یاجوجو د ماجوجو دېوالونه به نړیږي

د تیارو د شیطان غرونه یو په بل پسي ړنګیږي

شپه که هر څومره اوږده سي عاقبت به سبا کیږي

دې ویاله کي اوبه تللي سبا بیا پکښی بهیږي

زه خالق یم را لېږلې زه مي زېری د یزدان یم

زه همزولې د ښکلا یم زه له میني د سبحان یم

زه د خپل وجود په وینو دلته شمعي بلومه

زه پخپلو وزرونو د تیارې پلو څیرمه

زه پانوس غوندي بلېږم دا تیارې رڼا کومه

معجزه د خپل خالق یم منترونه ماتومه

زه د جهل ځنځیرونه د زمان کندي ته وړمه

په خپل زور په خپل تدبیر مي خپل تقدیر ځانته لیکمه

زه جلوه د کردګار یم زه قاتله د شیطان یم

زه همزولې د ښکلا یم زه له میني د سبحان یم.

بیا به زه بیا به ګودر وي بیا دښتونه مستومه

د ادم د رباب سور ته پایزېبونه شرنګومه

د کیږدۍ تر ماښامونو د ګودر ترانې وړمه

له لنډیو کفنونه محتسب لره ګنډمه

په قدم د سپېلني به د رڼا پر لوري ځمه

د جاهل په هدیره کي د مکتب خښته ایږدمه

له خالقه رڼا اخلم ورځي شپو ته ورکومه

د سیالانو په ټولۍ کي قافلې روانومه

ګړندي مي دي ګامونه زه سرلارې د کاروان یم

زه همزولې د ښکلایم زه له میني د سبحان یم

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل یوولسمه، ویرجینیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب