Homeخبرونهط: اسلامي هېوادونه دې د اسراییلو د ظلمونو د مخنيوي لپاره عملي...

ط: اسلامي هېوادونه دې د اسراییلو د ظلمونو د مخنيوي لپاره عملي اقدام وکړي

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) ‏‏‏‏د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له اسلامي هیوادونو غوښتي، چې د دوی په ټکيو د اسراییلو د ظلمونو د مخنيوي لپاره عملي اقدام وکړي.

د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دوی:« د مسلمانانو لومړنۍ قبلې، اقصی جومات کې پر ملکي فلسطينيانو د اشغالګرو له خوا تاوتريخوالی په سختو ټکو غندو».

اعلاميه زياتوي:« پر نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه اسلامي هيوادونو‌ غږ کوو چې د فلسطينيانو د انساني حقونو د اعادې او د اسراييلي مظالمو د مخنيوي لپاره عملي اقدام وکړي.»

د طالبانو دا اعلامیه په داسې حال کې ده، چې ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه بيا- بيا له دوی څخه د نجونو د تړلو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو غوښتنې کوي، خو طالب چارواکو په دې اړه د افغانانو تر څنګ د اسلامي هېوادونو او نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد په رسميت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...