یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په لومړي ځل قزاقستان ته کاغذ صادر کړل

افغانستان په لومړي ځل قزاقستان ته کاغذ صادر کړل

تاند:( جمعه، د حمل ۱۹ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، چې يوې افغان کاغذ جوړونکې کمپنۍ په لومړي ځل خپل تولید کړي کاغذ قزاقستان ته صادر کړل.

د دغه وزارت په يوه اعلامیه کې راغلي، چې ياد شوي کاغذ د بهير په نوم يوې کمپنۍ تولید او بهر ته صادر کړي دي.

 دغه وزارت د صادر شویو کاغذو څومره والی نه دی ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو په دې اړه خوښي ښودلې او دا يې ښه لاسته راوړنه ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د افغانستان د صادراتو او په ټوله کې د اقتصاد وضعیت ترینګلی ښودل شوی.

طالب چارواکي بيا ټينګار کوي، چې له فساد سره د مبارزې او د مالیې له کمولو سره یې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي دي.

3 COMMENTS

  1. بهیر د پخوانیو مجاهدین په وخت صرف یو کمپیوتر او یو پرنټر در لود. د حنځله جومات مخامخ یی دلته ځآی نیولی وه. بیا یی یو کور په ټایمنی کی په کرایه کړ د ګستتنر او د چاپ څه زاړه ماشینونه یی د جهادی له تنظیمو څخه تر لاسه کړل. وردک ماما بهیر ډیر ماشاءالله چالاک او رند سړی وه. چی یوه ورقه به یی درته په پرنټر کی چاپ کړه بیا به یی درته ویل چی ۵۰ افغانی راکړه. که به ورته ویل چی ویلی دومره زیاتی اخلی بیا به یی ویل: دا صفحه له لیزر څخه تیریږی دا پرنټر لیزری دی خبری یی کنه؟
    خلاصه اوس په پلچرخی سیمه کی لویه فابریکه لری دا هر څه د هغوی له زحمت څخه تر لاسه شوی. په ډیرو سختو شرایطو کی هم بهیر په کابل مطبوعاتی کارونو باندی مصروف ول په هغه وخت کی چی هره ورځ به یو دوه انتحارونه هم کیدل. د مور شدی یی.

  2. د تاند اداری تر ټولو ښه خبر چه ځان می د دغه خبر په لیدلو تر ټولی دنیا ښه احساس کړه.

    افغانستان په لومړي ځل قزاقستان ته کاغذ صادر کړل. ډیر ښه ماشاالله، امید دیی چه بله ورځ واورم چه افغانستان په دوهم ځل قزاقستان یا نوری نړی ته قلمونه صادر کړل.
    د نړی زیاتره هیوادونه اسلحه، باروت او بمونه صادروی مګر د سیدجمال الدین افغان ټاټوبی کاغذونه صادروی.

    امریکا او ټرمپ ته وایم وګوری تاسو افغانانو ته د بمونو مور صادر او بیا مو را باندی استعمال کړه. مګر اوس که تاسو او ستاسو ملګری غواړی مونږ به درته دعلم او پوهی لپاره کاغذ در صادر کړو.
    په دیی ویاړم چه افغان یم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب