یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيونيسف: د روغتيايي خدمتونو ځنډ به تر ۴ کلونو ۵۸ زره افغان...

يونيسف: د روغتيايي خدمتونو ځنډ به تر ۴ کلونو ۵۸ زره افغان حامله ښځې تلف کړي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( يونيسف) په يوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو ځنډ به تر ۴ کلونو پورې د ۵۸ زره حامله ښځو د تلف کيدو سبب شي.

دغه سازمان زياتوي، چې حتا د پلازمېنې کابل په روغتونونو کې د میندو د مراقبت اړوند توکي په ختمیدو دي.

د دغه راپور په يوه برخه کې راغلي:« لومړنۍ وړاندوينې ښیي، چې په افغانستان کې اوسنی بشري ناورين او د حامله ګۍ په برخه کې ځنډیدلي روغتيايي خدمتونه به تر راتلونکو څلورو کلونو د ۵۸ زره ميندو د تلف کیدو، د ۵٫۱ ميليونه نا پلان شویو ولادتونو او د روغتيايي اړتياوو د دوه برابره کیدو سبب شي».

يونيسف په ارزګان کې د یوې ښځينه ډاکټرې په حواله وايي، چې په افغانستان کې د هرو دوو ساعتونو په موده کې یوه ښځه د زیږون پر وخت مري.

دغه نړيوال بنسټ خبرداری ورکوي، چې که د افغانستان د روغتيايي نظام د ژغورلو لپاره عاجل اقدام ونه شي، د ژر پاشتليا او له منځه تلو خطر یې موجود دی.

له دې څخه مخکې نورو نړيوالو بنسټونو هم په دې اړه ورته اندیښنې څرګندې کړې وې.

طالبانو په دې اړه کوم تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې له نړيوالو مرستندويه ادارو څخه غوښتي وو، چې له افغانستان سره خپلې روغتیایي مرستې سیاسي نه کړي او د پخوا په شان دوام دې ورکړي.

نړيوال مرستندويان بیا تر ډېره په دې باور دي، چې د طالبانو له نامشروع حکومت سره کار کول یې د اصولو خلاف او دغه حکومت ته د رسميت ورکولو بڼه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب