Homeخبرونهعمران خان د پارلمان د نه لغوه کیدو په غبرګون کې نن...

عمران خان د پارلمان د نه لغوه کیدو په غبرګون کې نن ملت ته وینا کوي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۹ مه) د پاکستان د سياسي کړکېچ په دوام، د دغه هېواد سترې محکمې پرون د پارلمان د لغوه کیدو په اړه د ولسمشر عارف علوي پریکړه رد کړه.

د ولسمشر یاده پریکړه د صدراعظم عمران خان په غوښتنه په داسې وخت شوې وه، چې د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو په پارلمان کې له صدراعظم عمران خان څخه د باور رایې د بیرته اخیستو او په دې ډول د هغه د ګوښه کیدو پلان چمتو کړی و.

د عمران خان مخالفو ګوندونو د پارلمان د لغوه کیدو د پریکړې په اړه سترې محکمې ته شکایت کړی و، چې محکمې د ولسمشر پریکړه رد او د پارلمان د فعال ساتلو اعلان وکړ.

صدراعظم عمران خان نن د سترې محکمې له پریکړې وروسته، د کابینې بېړنۍ غونډه غوښتې او دغه راز یې د ورځې په پای کې ملت ته د وینا اعلان کړی دی.

شنونکي فکر کوي، چې عمران خان به اوس یا له پارلمان څخه د خپل ګوند او پلویانو د استعفا هڅه کوي، یا به خپله استعفا کوي او يا به د بېړني حالت د اعلان هڅه وکړي، چې په ټولو کې تاوان کوي او وروستۍ پریکړه خو د پوځ له همغږۍ پرته، چې ورسره سخت مخالف دی، نه شي کولای.

د پاکستان د حکومت یو شمېر مخالفینو او له هغې ډلې مشهورو پښتنو ملتپالو: افراسياب خټک او محسن داوړ د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې هرکلی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...