یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد نيشه يي توکيو خلاف ملا هیبت الله ته منسوب فرمان، چین...

د نيشه يي توکيو خلاف ملا هیبت الله ته منسوب فرمان، چین هم هرکلی ترې وکړ

تاند:( جمعه، د حمل ۱۹ مه) د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته د منسوب هغه فرمان هرکلی کړی، چې د نيشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې په تړاو یې ورکړی.

په دې فرمان کې د یادو توکیو کښت، کاروبار، قاچاق او استعمال منع ګرځول شوی او عاملينو ته یې د سزا خبرداری ورکړل شوی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د طالبانو د دې پریکړې قدرداني کړې او ويلي، چې د شوروي خلاف د جګړې پر وخت امریکا له هغو افغان جنګ سالارانو ملاتړ کاوه، چې د نيشه يي توکيو کاروباریان وو.

چین واشنګټن د افغانستان د نيشه يي توکيو د ستونزې« اصلي سرچینه» ګڼلې ده.

مخکې د امريکا متحده ايالاتو په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو هم د طالبانو لوی مشر ته د دغه منسوب فرمان هرکلی او ملاتړ کړی و.

د افغانستان ګاونډيان او نور هېوادونه له اوږدو کلونو راهيسې په دې هېواد کې د نيشه يي توکيو له پراخ کښت او کاروبار او نورې نړۍ ته یې له صادریدو شکايت کوي.

مخکې خپله طالبان هم د دې کاروبار له اصلي لوریو ګڼل کیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب