جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمجاهد: پر شورابک برید نه دی شوی، ماينونه مو الوزولي

مجاهد: پر شورابک برید نه دی شوی، ماينونه مو الوزولي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم د هلمند پر شورابک پوځي اډې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د بريد خبر رد کړ.

نوموړي وويل:« په هلمند کې مو زاړه خښ شوي ماینونه راټول کړي او له شوراب سره په نیږدې سیمه کې یې په یوه دښته کې له مینځه وړي دي.»

هغه زياتوي:«نور هلته کومه بله پیښه نه ده شوې او نه هم کوم هوایي برید شوی. په دې تړاوو د ځینو رسنیو تبلیغات حقیقت نه لري.»

له دې سره هشت صبح ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله په دې ادعا شوي برید کې د شاوخوا ۳۰ طالب ځواکونو د وژلو خبر ورکړی.

په دې اړه دا خبر هم ولولئ:

امريکايي بې پيلوټې په هلمند کې بمبار کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...