یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامريکايي بې پيلوټې په هلمند کې بمبار کړی

امريکايي بې پيلوټې په هلمند کې بمبار کړی

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) يوه امريکايي رسنۍ وايي، چې ‏د هېواد بې پیلوټه الوتکې يې پرون ناوخته د هلمند په شورابک پوځي اډه کې د طالبانو د وسلو په یوه ډيپو هوایي برید کړی.

د ماډرن ډيپلوماسۍ په نوم دغې رسنۍ د استخباراتو معلوماتو په اساس خبر ورکړی، چې دغه هوایي برید د وسلو په یوه ډيپو شوی او وروسته ډيپو اور اخستی دی.

د طالبانو وياندويانو د دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې د امريکا يوه لوړ پوړي پوځي مقام د دغه هېواد مشرانو جرګې ته وويل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعاليتونو څخه د دوی د څارنې امکانات کم شوي دي.

د ياد شوي برید خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې تېره اونۍ د چين د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي په يوه ورځ کابل ته سفر وکړ.

شنونکي فکر کوي، چې طالبانو د لويديز او سيمه ييزو قدرتونو له منځه د سيمې ملګرتيا انتخاب کړې، چې امريکا او متحدين به يې دغه انتخاب بی ځوابه پرې نه ږدي.

امريکا او ناټو انديښمن دي، چې په افغانستان کې د سلګونو ميليونو ډالرو پاتې وسلې او تجهيزات يې د ترهګرو ډلو لاس ته لویږي او د دوی خلاف استفاده به ورڅخه وشي.

2 COMMENTS

  1. راپور دیو کس چی مسلمان نوم لری او افغانانو ته ورته دی لیکلی. ددغه ډول کسانو خبری دپروپاګند لپاره امریکایان خپروی. دهزارګانو او تاجکو ډیری ښځی هم فعاله دی. له دوی وروسته بیا هندوان چی امریکایان یی استعمالوی.
    ماډرن پالیسی بیا هم ګونګ راپور لیکلی چی داسی راپورونه په تیر وختو دانتی وار ډلی دروغ خبرونه بلل. هغوی دنامعلوم جاسوس له خولی او دنامعلوم له خولی دطالبانو سکوت دویری په خاطر ویلی.
    تاند بیا بیخی داسی ویلی چی رښتیا دا کار سوی وی. تاند بیا دخپلی وظیفی دوجیبی په ادا کولو کی پاته راغلی او بی تحقیقه یی دا په ظاهره دروغ نشر کړی دی.
    نو که دا سوی وی بیا خو به خلک باندی خبر سوی وای. دمفسدینو مجلسونه به ګرم وو او عکسونه به یی نشر کړی ول. خو دا یو هم نسته. او دبونګنی خبر دامریکا لخوا منل سوی.
    داسی خبر خو باید طالبان لا خوشاله کړی وای. دامریکا ملاتړان به ونیسی او هغه وعدی چی سوی هغه به ردی سی. مفسدین وایی طالبان افراطی دی. نو بیا خو به امریکا ته خطر هم پیدا سی چی طالبان به هم دځان نوی دښمنان کړی.

  2. دکابل ټایمز دننی خبر لمخی امریکا په افغانستان بمباری نده کړی. شاید دا خبر دوی داحمل په نوم دپروپاګندو دکڅوړی په مقابل کی لیکل سوی وی.
    داحمل راپور تیره هفته نشر سوی او دامریکایی پوخ خبره نوی ده. ما هم فکر کوم په الجزیره کی ولید.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب