Homeخبرونهط ایراني دیپلوماتانو سره د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم چلند بحث...

ط ایراني دیپلوماتانو سره د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم چلند بحث کړی

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دوهم سياسي رياست مشر يې فيضان الله ناصري د ایران د سفارت له مسولينو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي.

دغه وزارت ويلي، چې په دې کتنه ناصري په ايران کې له افغان مهاجرينو سره د ياد هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند اړوند خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي:« فیضان الله ناصري په یاده برخه کې له ایراني مسوولینو سره د افغانستان د حکومت او ولس اندیښني او احساسات شريک کړل چې ایراني مسوولین يې خپلو لوړ پوړو مقاماتو ته ورسوي.»

ویل شوي، چې په غونډه کې دواړو لورو د داسې کړنو پر مخنیوي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو او ملتونو د خوا بدۍ لامل کېږي.

د طالبانو له واکمنیدو سره هره ورځ په زرګونه افغانان په قانوني او قاچاقي ډول ایران ته روان دي، خو ځینې اسناد او راپورونه ښيي چې ایراني چ

ځواکونه دوی سره ناوړه چلند کوي.

څو ورځې مخکې د افغانستان او ایران پولې ته نيږدې پر یوه افغان ماشوم د ایراني پوله ساتو د زور زياتي او جنسي تیري خبر ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...