یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهباميان کې ۱۰ ښځینه معترضانې بندیانې شوي

باميان کې ۱۰ ښځینه معترضانې بندیانې شوي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) له باميان ولايت څخه په خپرو شويو راپورونو کې راغلي، چې طالبانو ۱۰ ښځينه معترضانې د هغه بینر د ښکته کولو په تور نيولي، چې د باميان د ښځو په استازيتوب پکې له طالبانو څخه د ملاتړ شعار لیکل شوی و.

ځايي سرچينو ويلي، چې يادې ښځې د طالبانو د استخباراتو رياست نیولي دي.

 ويل شوي، چې يادې ښځې په دې نوم تېره اونۍ یوې غونډې ته بلل شوې وې، چې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره به غږ پورته کوي، خو غونډه د طالبانو په ملاتړ را ټوله وه.

يو شمېر ښځينه فعالانو د غونډې له پای ته رسیدو سره د غونډې بینرونه شلولي وو، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ویډيو ډېره خپره او د طالبانو د مخالفانو له خوا وستايل شوه.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی په تېره اسد مياشت کې له بیا واکمنیدو سره د لسګونه نورو افغان ښځو، پخوانيو امنيتي منسوبينو او خپلو منتقدینو په نیولو، وژلو او شکنجې کولو هم تورن دي، خو تورونه بې اساسه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب