تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ راشد هلمندي د دې ولايت پر شورابک پوځي اډې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د بريد خبر رد کړی.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه او د مغرضو رسنيو تبليغات ګڼلي دي.
له دې سره هشت صبح ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله په دې ادعا شوي برید کې د شاوخوا ۳۰ طالب ځواکونو د وژلو خبر ورکړی.
په دې اړه د تاند مخکينی راپور هم ولولئ: