Homeخبرونهملا برادر په سرپل کې د تېلو د استخراج پروژه پرانيزي

ملا برادر په سرپل کې د تېلو د استخراج پروژه پرانيزي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په یوه سفر سرپل ولايت ته تللی، څو د قشقري په نوم د تېلو د استخراج د يوه بلاک پرانيسته وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ويلي، چې له هغه سره په دې سفر کې د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور او ځینې نور چارواکي هم ملګري دي.

‏باختر اژانس د تېلو د استخراج د دغه بلاک په اړه ليکلي، چې ۱۰ څاه ګانې لري او له هغې ډلې نهه څاه ګانې یې د تېلو د استخراج لپاره چمتو دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې پروژې له پرانيستلو سره به د طالبانو حکومت ته هره ورځ له سل زرو تر يو نيم سل زرو ډالرو پورې عابد په برخه شي.

طالبانو د یادې پروژې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د دوی حکومت د خپلو لګښتونو د تمويل لپاره تر ډېره د افغانستان د معدنونو استخراج ته هیله لري، خو اړوند کارپوهان ټينګار کوي، چې د طالبانو د حکومت غیرې متخصصې څېرې ته په کتو سره به په دې ډول اقداماتو کې افغانستان تاوان وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...