Homeخبرونهپښتونخوا مېشتو افغان عالمانو هم ط د نجونو د تړلو ښوونځيو پرانيستلو...

پښتونخوا مېشتو افغان عالمانو هم ط د نجونو د تړلو ښوونځيو پرانيستلو ته وهڅول

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د پاکستان تر واک لاندې په پښتونخوا کې مېشتو د افغان کډوالو یو شمېر مهمو دیني علماو د نجونو د تعلیم په تړاو اعلامیه خپره کړې او لاسلیک کړې.

دوی په دې اعلاميه کې طالبانو ته وریاده کړې چې د عصري او دینو علومو زده کړه د ښځو مسلم حق دی.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغان فعالانو د پښتونخوا مېشتو افغان دیني عالمانو د دې اعلاميې هرکلی کړی او له خپرولو سره یې طالبان هڅولي چې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو تړلې دروازې بیرته پرانیزي.

طالبانو په دې اړه د ډېرو نورو غوښتنو په شان، دی غوښتنې ته هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر مهم طالب مبلغين هم د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کوي، خو معلومه نه ده چې طالبانو د دغو ښوونځيو د تړلو په اړه پریکړه له کومه ځايه او په کومو دلایلو کړې ده.

نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د دفتر ( یوناما) مرستیالې وويل چې د طالبانو ډېرې مهمې پریکړې د دوی په کابينه کې نه، بلکې په یوه نا معلوم ځای کې کیږي.

طالبانو په دې اړه شکونو او ادعاوو ته، چې تر ډېره له پاکستان څخه د دوی د کنټرول په اړه دي، څه نه وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...