یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسيه کې افغان سفير د ورځې ۵۷ ډالره د خپل سپي په...

روسيه کې افغان سفير د ورځې ۵۷ ډالره د خپل سپي په خوراک مصرفوي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د افق په نوم خبري رسنۍ په روسیه کې د افغانستان د جمهوري نظام د سفير سید طیب جواد په اړه ادعا کړې، چې يوازې د سپي په خوراک یې د ورځې ۵۷ امریکايي ډالره مصرفیدل.

دغه رسنۍ وايي، چې په دې اړه اسناد په لاس کې لري او لیدل کیږي چې د سفیر د سپي ورځینی خوراک شاوخوا ۵ زره افغانۍ دی.

سرچينه دا هم وايي، چې طیب جواد په یوه ډېر عصري هوټل کې د خپلې استوګنې لپاره د مياشتې څه باندې ۱۳ زره امريکايي ډالره کرايه ورکوي.

دا خبري اژانس زياتوي، چې سید طیب جواد په روسیه کې د خپلې دندې پر مهال ۴۵۰ جلده سپین پاسپورټونه د نا څرګندو کسانو په نوم صادر او تاجیکستان ته لیږلي دي.

ويل شوي، چې د دغو پاسپورټونو له حساب څخه د بهرنيو چارو وزارت اکونټ ته يوه روپۍ هم نه دي جمع شوي.

سيد طيب جواد په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه طالبانو په روسیه کې د نوموړي پر ځای د افغانستان لپاره بل سفير ټاکلی او روسي چارواکو د جمال ناصر غروال په نوم د طالبانو له لوري ټاکل شوي سفير ته د دندې د پیل لپاره ویزه ورکړې ده.

ځينې شنونکي په دې پړاو کې د سید طیب جواد په اړه دغه راپور له همدې بدلون سره تړلی ګڼي او وايي، چې جواد طالبانو ته د سفارت د سپارلو د مخالفت سزا ګوري.

سید طیب جواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې په امريکا متحده ايالاتو کې د افغانستان سفير او د افغانستان- امريکا د ستراتيژيک تړون په اړه د افغان مذاکراتي ډلې غړی و.

هغه مهال د موسيقۍ په یوه محفل کې د نوموړي او مېرمنې د ګډې نڅا د یوې ویډیو په رسنیز کیدو یې هم توند غبرګونونه ښودل شوي وو.

2 COMMENTS

  1. سید طیب جواد ایرانی الاصله کندهار میشتی شیعه کورنۍ پورې اړه لري او د جلالتچپن له ماماخېلو له جملې نه دی . پلار یې پوهاند حسنیار د کابل پوهنتون استاد او رئیس تېر شوی .
    تقریبا دا شل کاله د کرزي په ملاتړ په امریکا ، لندن او مسکو کې میراثي سفیر پاته شوید ی . نو د سید جواد سپی چې د ورځې 57 امریکایی دالره مصرف ونه لري ، د جوبایدن خو به هم ونه لري . فکر نه کوم چې هغه به په مسکو کې د افغانستان سفیر وو ، شاید د خپل متبوع هېواد لپاره به یې کار کاوو.

  2. ډېر ښه وشول چې داسې خاینان او بړواګان له دندو وشړل شول. هیله ده چې بیا د دې هېواد په په ملي ګټو او ارزښتونو ملنډې ونه وهي. داسې خلک په اصل کې پردي او د پردیو په چوپړ کې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب